روحاني: د نړۍ سره د ښو اړیکو د جوړولو پرته ایران د اقتصادي پلوه وده کولی نشي
روحاني : د ایران د اقتصادي ودې او پرمختیا یواځنی لار د نړۍ سره د ښو اړیکو جوړول دي
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د هیواد د اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره یواځې داخلي بازارونو وده کافي نده، د نړۍ سره د ښو اړیکو د جوړولو پرته اقتصادي وده ناممکنه ده.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې روحاني په پلازمینه تهران کې د اقتصادي برخو د کارپوهانو سره لیدنه وکړه.
روحاني پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې مونږ پدې باور یو چې د هیواد موجودې ستونزې باید د هیواد دننه حل کړی شي چې دا خبره ناشوني ده. پدې خبره باید ښه ځان پوه کړو چې د نړۍ سره د اړیکو د جوړولو نه پرته پدې برخه کې پرمختګ ناشونی دی. د هیواد اقتصادي وده او پرمختیا ناشونې ده.
روحاني وویل پداسې حال کې چې د ایران د نفتو نه پخواني کلني عواید ۱۱۹ میلیارده ډالره وو خو دده د حکومت په دوره کې دا عواید د ۶۷ میلیاردو ډالرو ندي اوښتي.
روحاني د اتریش په پلازمینه ویانا کې د روانو اټومي مذاکراتو په اړه وویل چې دا مذاکرات د ایران د قوت او طاقت یوه ښکاره بیلګه ده. نن ورځ نړۍ دا خبره منلې ده چې د ایران سره د روغې جوړوې او پدې هیواد د لګیدولو تحریمونو د لرې کولو نه پرته بله لار نلري. دا د ایران ډیر ستر بری دی.