په ایران کې زوروره زلزله رامنځته شوې ده
د ایران د بوشهر او فارس ولایتونه زورورې زلزلې لړزولي دي
د ایران په سویل کې د بوشهر ولایت زورورې زلزلې ولړزو.
د ایراني چارواکیو په وینا دا زلزله د بوشهر ولایت د ګناوه بندر په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د تهران پوهنتون د ژیوفزیک مرکز ویلي دي چې نن یکشنبه د حمل د میاشتې ۲۹ مه نيټه د ورځې د ۱۱ بجو او ۱۱ دقیقو او ۱۱ بجو او ۲۵ دقیقو دوه جلا جلا زلزلې رامنځته شوې ده .
لومړۍ زلزله د ریشتر په کچه د ۵ عشاریه ۹ په شدت وه او دویمه زلزله بیا د ۴ عشاریه ۵ په شدت سره.
همداشان وروسته د زلزلې ټکنانونو دوام وکړ. زلزلې د بوشهر ولایت سربیره د فارس ولایت هم لړزولی دی.
زلزله د مځکې لاندې په لس کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي لومړنۍ زلزلې ۵۹ ثانیې دوام کړی دی.
د زلزلو رامنځته د رامنځته شوو مالي او ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.
د ایران ناورین ادارې ویلي دي چې د ژغورنې او روغتیايي پرسونل سیمې ته استول شوي دي.
د ویلو ده چې دا زلزله د ایران د بوشهر په ولایت کې د اټومي تاسیساتو ته نږدې رامنځته شوې ده . پدې زلزله کې اټومي تاسیساتو ته د زیان اوښتو په اړه اندیښنې شتون لري.