د ایران د سیستان او بلوچستان په ایالت کې په پوله ساتو ځواکونو برید شوی
د ایران د سیستان او بلوچستان په ولایت کې دوه تنه ایراني سرتیري ووژل شول.
1622435
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت پوله ساتو ځواکونو د خپلو دوو تنو سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
د سیستان او بلوچستان ولایت پوله ساتو ځواکونو د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ددوې دوه تنه پوله ساتي سرتیري د دندې پر مهال وژل شوي دي.
په بیان کې د نوموړو سرتیرو د وژل کیدو د پيښې د جزیاتو په اړه څه ندي ویل شوي.
دا پيښه پرون پنجشنبه رامنځته شوې ده .
د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې هم د سیستان او بلوچستان ولایت د پوله ساتو ځواکونو یو تن قومندان پدې ولایت کې د یو تن پوله ساتي سرتیري د وژل کیدو او یو تن بل د ټپي کیدو نه خبر ورکړی وو.
هغه ویلي وو چې پدې دوو تنو سرتیرو د رخصتۍ نه د راستنیدو پر مهال برید شوی وو چې یو يي ژوند د لاسه ورکړی وو او بل تن يي ټپي شوی وو.