د ایران په کښتۍ کې چاودنه شوې
په بحرالاحمر کې د ایران په یوې کښتۍ کې چاودنه شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده ویلي دي چې په بحرالاحمر کې د ایران اړوند د ساویز په نامه په یوې تجاري کښتۍ کې چاودنه رامنځته شوې ده چې کښتۍ ته يي هم زیان رسولی دی.
هغه ویلي دي چې دا پيښه د جیبوتي د سواحلو ترڅنګ په ځايي وخت د شپږو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې د چاودنې د ډول او سرچینې په اړه تحقیقات دوام لري. د چاودنې له امله کښتۍ ته زیان رسیدلی دی خو له نیکه مرغه چې چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.
خطیب زاده وویل چې دا کښتۍ په بحرالاحمر کې د سمندري ډاړه مارانو پر خلاف د مبارزې او سمندري امنیت د ټینګولو په موخه په بحرالاحمر کې د کښتیو په ګذرګاه کې ځای په ځای شوې وه. همداشان دا کښتۍ په سیمه کې د سمندري ټرانسپورت د نړۍوال سازمان سره په هماهنګې کې دلته ځای په ځای شوې وه.
هغه وویل چې ایران ددې کښتۍ نه په بحرالاحمر کې د خپلو تجاري کښتیو د لوژستیک مرکز په توګه استفاده کوله. د کښتۍ د ماموریت په اړه وار د مخه د سمندري ټرانسپورت نړۍوال سازمان ته معلومات ورکړ شوي وو.
د بله پلوه امریکايي رسنیو بیا ادعاء کړې ده چې پدې کښتۍ چاودنه د اسرائیل لخوا شوې ده .
ایران بیا ددې ادعاء په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.