په شمالي وزیرستان کې د یوې خیریه بڼسټ ۴ تنه ښځینه کارکوونکې ووژل شوې
د پاکستان د شمالي وزیرستان په سیمه کې د یوې مرستندویه ټولنې ښځینه مرستندویانو خونړی برید شوی دی.
1588992
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په شمالي وزیرستان کې د میر علي په کلي کې پرون دوشنبه د یوې مرستندویه ټولنې د کارکوونکو پر موټر وسله وال برید شوی دی.
پدې برید کې د مرستندویه ټولنې ۴ تنه ښځینه مرستندویانې او د هغوې موټر چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې دا موټر په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوونکي د ښځینه ظرفیتونو د لوړوالي او ودې یوې مرستندویه ټولنې اړوند وو. پدې پيښه کې یواځې یوه ښځه ژوندۍ ژغورل شوې او په سیمه کې نږدې یو کور ته پناه وړې ده .
برید کوونکي د برید نه وروسته تښتیدلي دي.
د پاکستان د بشري حقونو سازمان دا برید په کلکه توګه غندلی دی.