په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي‌ تصادفي‌ اختراع ګانې

په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي‌ تصادفي‌ اختراع ګانې

2121231
په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي‌ تصادفي‌ اختراع ګانې

په وروستیو کلونو کې، هغه ادعاوې چې موږ نشو کولی د فابریکې تولید شوي خواړو څخه کافي غذايي مواد ترلاسه کړو، د دې لامل شوي چې ډیری خلک په کور کې پنیر، ډوډۍ، اچار، مربا او مستې جوړې کړي.

که څه په ځانګړې توګه د کرونا پراخې وبا ناروغۍ پر مهال  په یملیونونه خلک چې باید په کور کې پاتې شوي‌ وی په ځانګړي شوقي توګه په کورونو کې د بعضو شیانو په پخولو او جوړولو  پیل وکړ، خو وروسته بیا  ډوډۍ پخولو او مستو  جوړول ددوې د ژوند په یوې برخې بدل شول.

د مستو جوړول په حقیقت کې ساده دي، تاسو په شیدو کې یو څه مستې اضافه کړئ ، شیدې په مستو بدلیږي. خو بیا هم، موږ باید مستو جوړول ډیر ساده کار ونه بولو.  مستې نن ورځ د دسترخوانونو په یو حتمي‌ خوړو بدل شوی دی . ځکه د مستو ګټې چې هر څومره بیان کړو کافي‌ ندي. په تورکیه کې د مستو څخه  سوپ پخیږي، د اوبو او مالګې په اضافه کولو سره شومړې کیږي، او بل دا چې مستې   د وزن کمولو په برخه کې زمونږ سره ډیره  مرسته کوي. په تورکیه کې هم داسې انګیرل کیږي چې مستې د خوراکي محصول سربیره د وجود د ښکلا او حتا په روغتیايي برخو کې هم کارول کیږي.

د بیلګې په توګه، په تورکیه کې هغه څوک چې  لمر وسوځوي د هغه په سوختکۍ مستې وهل کیږي او د مستو سره دا سوختکي‌ ښه کیږي. له همدې امله مستې د هغو کسانو لپاره چې په تورکیه کې د دوبي په ورځ د لمر لاندې کار کوي یا د هغو ماشومانو لپاره چې د سمندر په اوږدو کې د لوبې کولو په وخت کې پوټکي سوځي، د هغوې په سوختکۍ د مستو په وهلو سره  د شپې په آرامۍ سره خوب کوي . ښه دلته پوښتنه داده چې  مستې د لومړي‌ ځل لپاره د چا لخوا کشف او ختراع شوي‌  او څه ډول جوړې شوي‌ دي؟

 

دا پوښتنه نه یوازې د هغه  خلکو لخوا چې غواړي‌ پدې اړه معلومات ترلاسه کړي بلکې د ساینس پوهانو لخوا هم څیړل شوې موضوع ده. د تاریخ په اوږدو کې د مستو جوړولو په اړه ډیر زیات روایتونه شتون لري. خو یوه خبره باید هیره نه کړو چې مستې د تورکیې ملي‌ خواړه دي‌ چې په همدې نوم په نړۍ کې پيژندل کیږي.

په ځینو روایتونو کې ویل شوي‌ دي‌ چې مستې لومړی  د حضرت ابراهیم علیه السلام له خوا جوړه شوي دي ه او حضرت ابراهیم علیه السلام د مستو جوړولو طریقه  له ملایکو څخه زده کړې وه. د روایت  له مخې، فرښتو حضرت ابراهیم ته ښوونه وکړه چې د شیدو سره د میږانو د سوري لږه خاور مخلوط کړه، او په دې توګه لومړی مستې شوې .

یو زیات شمیر ساینس پوهانو ددې روایت د امتحانولو په خاطر  یوه تجربه ترسره کړه او ولیدل چې  په شیدو کې د میږانو د سوري‌ د خاورې په مخلوطولو سره شیدې تومنه کیږي‌ او په مستو بدلیږي. د دې مسئلې  ساینسي توضیح دا دی چې میږیان په کومو سیمو کې چې ګرځي د هغو سیمو نه یو ډول  باکتریا اخلي چې دا باکتریا د تومنې لامل کیږي .

 له همدې امله د میږانو د سوري‌ خاوره د تومنې وړتیا لري. ټول هغه څه چې د شیدو د تومنې کولو  او په مستو  د بدلیدو لپاره اړین دي.

 

همداشان وروسته ساینسي څیړنو او لرغونو آثارو څرګنده کړه چې  مستې لومړني اختراع کوونکي کوچي ترکان وو. په ځانګړې توګه په منځنۍ اسیا کې په  لرغون کیندونو کې داسې کاسې او کټوې موندل شوي‌ دي‌ چې مستې به پکې جوړیدې او خوړل کیدې.

همداشان د څاریو د پوستکي‌ نه جوړ شوي‌ مشکان هم موندل شوي‌ چې ترکانو به د شیدو د ساتنې لپاره کارول.  ویل کیږي‌ چې د څارویو پوټکی هم یو ډول ځانګړې باکتریا لري‌ چې د تومنې وړتیا لري.

د ویلو ده چې ترکان چې د زرګونو کلونو راهیسې مالداري‌ کوي‌ په اوایلو کې ددوې د عاید سرچینه همدا شیدې او شیدو نه ترلاسه کیدونکي‌ نور لبنیات وو.

کله چې به دوې د څارویو څخه ګرمې شیدې ولشلې  د ذخیره کولو لپاره  به يي د څارویو له پوستکي‌  څخه جوړ شوو  مشکونو  کې اچول.

دلته په تصادفي‌ ډول شیدې په مستو بدلې شوې وی . په مشکانو کې په شیدو د وخت په تیریدو سره هغه تومنه شوې وې او پر مستو بدلې شوې وې.

ډیری ساینس پوهان فکر کوي چې مستې په دې ډول اختراع شوي‌ دي. د تصادف په نتیجه کې . دا باید هیر نکړو چې حتی نن ورځ په اناتولیا کې ډیری خورا خوندور ماسته او پنیر د پسونو یا وزو په پوستکي کې د شیدو طبیعي تومنې پایله ده.

 

د ویلو ده چې نن ورځ‌ هم په تورکیه کې د مستو مصرف ډیر زیات لوړ دی. په دسترخوان کې خامخا خپل ځای نیسي. ددې ترڅنګ شومړې د تورکیې ملي‌ مشروباتو په توګه منل شوي‌ دي.

په تورکیه کې په ژمي‌ او وړي‌ کې د شومړو مصرف ډیر زیات لوړ دی. د شومړو څښل د نیکونو او اجدادو نه په میراث کې پاتې دي.

په تورکیه کې د سبو سره مستې او شومړې خامخ خوړل کیږی‌ .

همداشان د مستو یوه بله او تر ټولو مهمه معجزه بیا د مسمومیت دفع کول دي.

په تورکیه کې چې څوک مسموم شي‌ نو سمدلاسه ورته مستې ورکول کیږي‌ ، تر څو د وجود نه يي ټول زهرجن مواد وباسي .

مسې یو داسې باکتریا لري‌ چې په ځانګړې توګه  د زهرجنو بوټو دښمن دی.

په تورکیه کې ډاکټران هم د زړه بدتیا، اسهال لپاره سمدلاسه د شومړو توصیه کوي.

مستې یو داسې خاصیت لري‌ چې له بدن څخه د مضرو باکتري‌ ګانو په ویستو کې مرسته کوي.

د ویلو ده چې نن ورځ که چیرې یو څوک مسموم شي‌ نو روغتون ته تر رسیدو امکانات شتون لري، خو پخوانیو وختونو کې داسې امکاناتو شتون نه درلود. خلک به د طبعي‌ لارو څخه  تداوي‌ کیدل .

د ویلو ده چې که چیرې د مستو د ګټو په اړه په ورځو ورځو هم خبرې وکړو کافي‌ ندي.



اړوند خبرونه