د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2131550
د انرژۍ اجنډا

 

د تورکیې جمهوریت په تاریخ کې د تیلو تولید ریکارډ مات کړ. ورځنی تولید له ۱۰۰زره بیرل څخه ډیر شوی.

په ګبار کې موندل شوي تیل په دې پروسه کې خورا مهم رول لوبولی. د شهیدې ایبوکه یالچین او شهیدې اسما چیویک تیلو ساحو کې ورځنی تولید له ۴۰ زره بیرل څخه اوښتي دي.

په دې توګه تورکيې د ۲۰۲۴ کال د تېلو د تولید هدف د کال د درېیمې میاشتې تر بشپړېدو مخکې ترلاسه کړ.

د ۲۰۲۴ کال لپاره نوی هدف لومړی ۱۵۰ زره بیلره او بیا ۲۰۰ زره بیلرو ته رسول دي.

د تورکیې د تیلو د دولتي شرکت د معلوماتو له مخې د شهیدې ایبوکه یالچین د تیلو په ساحه کې د نوي کشف د نفتو ټولیز زیرمې نږدې ۱ میلیارد بیلرو اټکل کوي او د تولید وړ زیرمې نږدې ۶۰۰ میلیون بیلره اټکل شوي.

که څه هم شرناک ولایت د تیلو په تولید کې مهم ځای لري، تمه کیږي چې  یادې ساحې به په لنډه موده کې پراخې شي.

تر ټولو لومړی به په ډېر لنډ وخت کې په حکاري او وان کې د حفارۍ نوې چارې پيل شي.

اټکل کیږي چې په دې سیمه کې د تیلو د پام وړ زیرمې شتون لري، په ځانګړې توګه د شهید تیغمن اکدنیز په سیمه کې . دا ټینګار کیږي چې حفاري کول  د ۲۵۰۰ متر څخه تر ۴۵۰۰ مترو ژورتیا باندې  متمرکز دي.

په اوږد مهال کې به په ۱۴ ولایتونو کې په ۱۸ برخو کې د نفتو د اکتشاف چارې پیل شي.

د وان او حکاري سربیره، په غازیانټیپ، انتالیا، چاناق قلعه، شانلی اورفا، زونوګولداک، دیارباکر، بارتن، قره بوک، کاستامونو، ایلازیغ، ایډرنه، قهرمان  مارش او کیلیس ولایتونه شامل دي.

د تیلو د تولید په زیاتوالي سره، تورکیه تمه لري چې په پیل کې د خپلو تیلو اړتیاوې د ملي زیرمو څخه په سلو کې شل پوره کړي. ټینګار شوی چې دا به د جاري کسر د بندولو لپاره یو ډیر مثبت ګام وي.

اټکل کیږي چې د تورکیې اقتصاد ته به د نویو کشفونو کلنۍ ونډه له ۳ میلیارد ډالرو څخه زیاته وي.

کبار ته د تېلو نل لیکه رغول کېږي.

تورکیه اوس مهال له سیمې څخه  د ځمکې له لارې تیل لیږدوي. په هرصورت، د پایپ لاین کار دوام لري چې په سیمه کې د ګبار او نورو تیلو اصلي لینونو ته لیږدول کیږي.

د ویلو ده چې د تورکیې د انرژۍ شرکت بوتاش د خامو تیلو پایپ لاین له ګبار څخه د ادیل سټیشن پورې غځوي. د کرښې نږدې نیمایي برخه لا دمخه بشپړه شوې ده. نوموړي  تېل به د ادیل سټیشن څخه سیهان او دورټیول ته ورسول شي. دا به د تیلو اسانه صادراتو ته لاره هواره کړي.

په هرصورت، د تورکیې د تیلو د حفارۍ چارې  یوازې وچې  پورې محدود نه دی.

په سمندري سیمو کې د اکتشاف فعالیتونه د ۴ برمه کولو کښتیو سره له ځنډ پرته دوام لري. د فاتح، یاووز او قانوني کښتۍ په تور سمندر کې د اکتشافي  او حفارۍ فعالیتونه ترسره کوي، پداسې حال کې چې عبدالحمید خان په لویه کچه د مدیترانې په سیمه کې د اکتشافي  او حفارۍ فعالیتونه ترسره کوي.


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه