د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
د حکاري ښار چې د تورکیې پولې له ایران او عراق سره یو ځای کوي، د خپلو لوړو غرونو او لویو څړځایونو سره شهرت لري. د ویلو ده چې د ډیرو پخوا زمانو راهیسې ددې سیمې د خلکو اصلي عایداتي منبع مالداري او کرنه ده. دا سیمه په ځانګړي توګه د د اوبدولو په هنر کې ډیره مشهوره ده. د حکاري د سیمې ټغرې په ټول هیواد کې ډیرې مشهورې دي. ددې سیمې ټغرې په ۲۰۲۳ کې د حکاري ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونو په غوښتنه د ترکیې د جغرافیه له پلوه راجستر شوو محصولاتو لست کې شاملې شوې.
د ویلو ده چې د حکاري د ولایت د ټغرو ګلانو شکلونه له ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته توپیر لري . عمودي، افقي او مرکزي جوړښتونه د حکاري په ټغرو کې غالب دي.
د ویلو ده چې د حکاري په ټغرو کې په ګلانو کې د ګلاب او وروسته نورو ګلانو، مرغانو، پټنګ او مختلفو څاریو شکلونو ته ځای ورکول کیږي.
په حکاري ولایت کې ټغرې په عمومي ډول په کوټو کې د غوړولو سربیره د دهلیزونو ، دیوارونو ، تختونو، چوکیو، د موټرو د څوکیو، د اسونو او اوښانو د پاسه د سینګار په موخه د اچولو په خاطر تولیدلیږي.
د حکاري ټغرې د څارویو د وړیو څخه د جوړ شوي تار نه اوبدل کیږي. همداشان دې تارونو ته هم د طبعي رنګونو سره چې د ونو د ریښو نه ترلاسه کیږي رنګ ورکول کیږي. د حکاري ټغرې په ډیر ځانګړي مهارت سره اوبدل کیږي.
دا ټغرې د لرګیو نه جوړ په دستګاه ګانو کې اوبدل کیږي. د ویلو ده چې د حکاري ټغرې د ۳ نه تر ۵ مترو لویوالي په اندازه تولیدیږي.
د ویلو ده چې د حکاري ټغرې د مشتریانو د فرمایش سره سم د هغوې د خوښې شکلونو او انځورونو په کارولو سره هم تولیږي.
. د حکاري ټغیرې ۱۵ ډوله دي چې د پام وړ نومونه لري لکه څلویښت ګلابونه، همغږي گنبد او داسې نور، چې د رنګونو، شکلونو او نمونو له مخې یو له بل سره توپیر لري.