د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د ایدن ولایت اړوند د ګرمینجیک ولسوالۍ اړوند د اورتکلر کلي د تکه کباب په اړه چې دې سیمې ته خاص دی معلومات درکوو.

2120032
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

د آیدن ولایت د تورکیې د ایژې په سیمه کې موقعیت لري. دا ولایت د تورکیې یو تن ګرمسیرو او ګرځندوی د مهمو مرکزونو څخه دی. د آیدن ولایت  د ګرمینجیک ولسوالۍ اړوند د اورتکلری کلی د خپل تکه کباب سره مشهور دی. د ویلو ده چې دا کباب د همدې کلي په نوم یادیږي. د اورتکلر تکه یا سیخ کباب . خو دلته تکه کباب د اوسپنیزو سیخانو پر ځای په یو ډول ځانګړو ډکو یا لښتو کې ډکیږي او بیا په د سکرو په منقل پخیږي.

د اورتکلر تکه کباب د سیخ یا لښتې اوږدوالی ۱۵ سانتي متره او پلنوالی نیم سانتي متر وي.

د تورتکلر تکه کباب په ۲۰۲۰ کال کې د ګرمینجیک د ښاروالۍ په غوښتنه د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو په لست کې داخل شو.

د ویلو ده چې پدې سیمه کې د اورتکلر تکه کباب لومړی په بازار کې د ریل پټلۍ په شاوخوا کې په رستورانتونو کې پخیدل او خلکو ته ورکول کیدل. د وخت په تیریدو سره دا کباب په سیمه کې دومره مشهور شو چې د سیمې نوم يي واخیست.

د اورتکلر تکه کباب د تنکي خوسکې د غوښې نه پخیږي. د ویلو ده چې لومړی د غوښې ټول رګونه پاکیږي او وروسته بیا د نیم سانتي په طول او عرض سره پرې کیږي. بیا په ځانګړو ډکو او لښتو کې چې  ډکیږي. وروسته بیا په منقل د سکرو د پاسه پخیږي.

د ویلو ده چې غوښه د اماده کیدو نه وروسته اخته کیږي او ځانګړې مثالې پکې اچول کیږي او لږ تر لږه د ۲۴ ساعتونو لپاره په یخچال کې دمه کیږي تر څو کښه نرمه شي.

همداشان په سیخانو کې د غوښې او لم نه پرته بل څه نه کارول کیږي.

دا غوښه د ښه دمه کیدو نه وروسته د منقل د پاسه پخیږي او میلمنو ته وړاندې کیږي.

همداشان په نورو سیخانو کې بیا په جلا توکه پياز، مرچ او رومیان په سکرو پخیږي او ددې کباب ترڅنګ میلمنو ته وړاندې کیږي. ددې ترڅنګ وچ ترخه سره مرچ ، تور مرچ ، زنکۍ او مالګه په میز ایښودل کیږي.

د ویلو ده چې دا کباب د همدې سیمې خاص کباب دی او خلک د ډیرو لرو پرتو سیمو او ولایتونو نه ددې کباب د خوړولو لپاره دې کلي ته راځي.



اړوند خبرونه