په سوډان کې د سروزرو د معدن د یوې برخې د نړیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

په سوډان کې د سروزرو د معدن د یوې برخې د نړیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده

1754178
په سوډان کې د سروزرو  د معدن د یوې برخې د نړیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

په سوډان کې د سروزرو په یو معدن کې د یوې برخې د نړیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دا پیښه د سوډان په ختیځ د کوردوفان په ایالت کې د سروزرو په معدن کې رامنځته شوې ده.

سیمه ایزو مسئولینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کوردوفان ایالت په شمال کې د فوکا په سیمه کې د سروزرو د معدن یوه برخه معدن کیندونکو ناسته ده.

ویل کیږي پدې معدن کې د ډیرو پخوانیو طریقو سره سره زر استخراجیدل. د لومړنیو معلوماتو له مخې د معدن نه تر اوسه پورې د ۳۸ تنو کارګرانو مړي  راویستل شوي دي.

کیدای شي چې د مړو شمیره نوره هم لوړه شي.



اړوند خبرونه