ایا تاسې پدې پوهیږۍ

ایا تاسې پدې پوهیږۍ

1640810
ایا تاسې پدې پوهیږۍ

 

د ترکیې د جمهوریت بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د ترکیې د خپلواکۍ جګړې د پیلولو په خاطر  د ۱۹۱۹ میلادي‌ کال د مې په ۱۹ مه نيټه  سامسون ولایت ته ورسید. ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې مصطفی کمال اتاترک د مې ۱۹ مه نيټه د خپلې زوکړې د ورځې په توګه اعلان کړې وه؟

د مې ۱۹ مه نیټه د ترکیې د خپلواکۍ  په تاریخ کې یو ځانګړی اهمیت او ځای لري. ځکه چې د ترکیې د خپلواکۍ جګړه د ۱۹۱۹ میلادي‌ کال د مې په ۱۹ مه نيټه رسمآ پیل شوه. پدې ورځ د ترکیې جمهوریت ته غځیدلي‌ لار کې لومړنی ګام اوچت شو.

په خپل وطن او ملت  مین  مصطفی کمال اتاترک  د هیواد د خپلواکۍ د سمبول په توګه یادیدونکې د مې ۱۹ مه نيټه  د خپل زوکړې د ورځې په توګه هم اعلان کړه. هغه ویلي‌ وو چې دا ورځ زمونږ ملت له سره د ژوندي‌ کیدو او قیام ورځ ده. دا ورځ د ترکیې لپاره د نابودۍ نه هستۍ  ورځ ده .

په ۱۹۳۶ میلادي‌ کال  کال کې د انګلستان د پاچا په غوښتنه په ترکیه کې د انګلستان سفیر د ترکېې د ولسمشر مصطفی کمال اتاترک د زوکړې نیټه دوې ته د اعلانولو غوښتنه کوي. خو اتاترک د خپلې زوکړې نیټه په تاریخ کې ثبت کړې نوه. د همدې امله هغه د مې ۱۹ مه نیټه چې د ترک ملت د بیا زیږیدنې د ورځې د سمبول په توګه یادیږي‌ د خپلې زوکړې ورځ په توګه اعلان کړه.

په همدې کال کې د انګلستان پاچا د ترکیې ولسمشر مصطفی کمال اتاترک ته مې ۱۹ مه د هغه د زوکړې د ورځې په مناسبت د مبارکۍ ټلګراف راولیږه.

د ویلو ده چې په ۱۹۲۸ کال کې په ترکیه کې د لومړي‌ ځل لپاره په استانبول کې د جمناستیک جشن په لمانځولو پيل وکړ. ددینه وروسته په ۱۹۳۶ کال کې دا لمانځې د مې په ۱۹ مه نیټه پیلیږي. په ۱۹۳۸ کال بیا دا ورځ په ترکیه کې ملي‌ اختر یا د سپورت د ملي‌ جشن په توګه نومول کیږي.

په ۱۹۸۱ میلادي‌ کال بیا د مې ۱۹ مه نيټه په ترکیه کې د اتاترک د یادیښت او ځوانانو او سپورت د ورځې په توګه نومول کیږي.

ددې نیټې نه دا ورځ هر کال په ترکیه کې د اتاترک د یادښت ځوانانو او سپورت د ملي‌ اختر او ورځې په توګه لمانځل کیږي. دا ورځ په ترکیه کې رسمي‌ رخصتي‌ اعلان شوې ده .



اړوند خبرونه