ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

1588208
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

 

ایا تاسې پوهیږۍ چې د ترکیې د نامتو لیکوال یاشار کمال  لخوا لیکل شوی ( اینجه میمید ) په نامه لومړنی رومان په ټوله نړۍ کې پيژندل شوی مشهور رومان دی؟

اینجه میمید په نامه رومان د ترکیې د نامتو لیکوال یاشار کمال لخوا لیکل شوی لومړنی رومان  دی. دا کتاب چې په ۱۹۵۵ میلادي کال کې چاپ او نشر وو د یاشار کمال تر ټولو مهم اثر بلل کیږي. هغه پدې رومان کې د ترکیې د سویلي اناتولیا په سیمه کې د کلیوالو لخوا د خانۍ او خانانو پر خلاف  مبارزه بیان کړې ده .

دا رومان کتاب د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۷ کال کې په بلغاریايي ژبه وژباړل شو. همداشان په ۱۹۵۹ میلادي کال کې بیا د هیواد د نامتو عالم ، شاعر او لیکوال ناظم حکمت لخوا په روسي ژبه وژباړل شو.

همداشان دا کتاب په ۱۹۶۱ کال کې په انګلیسي او فرانسوي ژبو وژباړل شو او په انګلستان، امریکا ، فرانسه او ایټالیا کې چاپ او بازار ته عرضه شو.

همداشان وروسته دا رومان په الماني او اسپانیوي ژبو هم وژباړل شو . د ویلو ده چې دا رومان کتاب تر ننه پورې په څه باندې ۴۰ ژبو ژباړل شوی دی.

په ۱۹۸۴ میلادي کال کې د انګلستان نامتو لیکوال او فلم جوړونکي پیتر اوتسنیوف د نوموړي رومان نه د زما شاهین میمید په نامه سینمايي فلم جوړ کړ.

ددې فلم سناریو هم د پیتر لخوا لیکل شوې ده او پخپله يي د عبدي خان په روم کې پدې فلم کې کار وکړ.

دې فلم لپاره د یونان نامتو کمپوزر مانوس موسیقۍ جوړه کړه. همداشان وروسته ددې رومان په اړه د زمري او شاهین په نامه بل فلم هم جوړ شو.



اړوند خبرونه