د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په ننۍ خپرونه کې د لیبیا په اړه د روسیې د سیاست په اړه لنډ بحث کوو.

1564266
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

پداسې حال کې چې لیبیا په شمالي افریقا، ختیځه مدیترانه او سویلي اروپا یو ډیر مهم  جیوپولیتیک  هیواد دی ددې ترڅنګ د انرژۍ د زیرمو او سرچینو له پلوه هم یو ډیر شتمن هیواد دی. د همدې امله نړۍوال او سیمه ایز طاقتونه پدې هیواد کې د نفوذ  د صاحب کیدولو او د طاقت او قوت په مجادله کې د برلاسي کیدو او ددې هیواد په راتلوونکې کې د مهم رول د ترلاسه کولو له امله هلې ځلې کوي. ددې هیوادونو او طاقتونو په سر کې روسیه قرار لري.

لیبیا په ۲۰۱۱ کال کې د قذافي د حکومت د پرزول کیدو نه مخکې سره ددې چې یو سوسیالست هیواد وو خو د مسکو نه په خپلواکه توګه لار غوره کړې وه. خو ددې سره سره د لیبیا او مسکو ترمنځه ژورو پوځي او اقتصادي همکاریو شتون درلود. خو د شوروي اتحاد د پارچه پارچه کیدو نه وروسته پر لیبیا د لګول شوو نړۍوالو تحریمونو د پلوي کولو له امله د دې دوو هیوادونو ترمنځه همکاري او حتا د لیبیا نه د مسکو سیاسي ملاتړ پایته ورسید.

خو ولادیمیر پوتین په روسیه کې واک ته د رسیدو سره سم دې هیواد یو ځل بیا په قوي کیدو پیل وکړ او د نړۍ سیاسي ډګر ته له سره راستون شو. همداشان پوتین د لیبیا سره هم خپلې اړیکې له سره تاسیس او ټینګې کړې. روسیې د لیبیا سره د وسلو او انرژۍ په برخو کې د ډیرو مهمو تړونونو په لاسلیکولو سره پدې هیواد کې خپلې اغیزې او نفوذ مخ په قوي کولو کړ.

دې مسئلې د عرب پسرلي تر اغیزو لاندې په لیبیا کې هم د پيل شوي پاڅون او پر دې هیواد د بهرنۍ مداخلې پورې دوام وکړ.  د ناټو په مشرۍ  لویدیځ بلاک پر لیبیا د پوځي مداخلې سره روسیه ددې سترې لوبې نه بهر کړه.

روسیې په لیبیا کې د اوږدې مودې لپاره روانې کورنۍ جګړې یواځې د لرې نه ننداره کړې خو بالاخره په ۲۰۱۷ کال کې پدې هیواد کې د رامنځته شوې تشې نه په استفادې سره یو ځل بیا د فعاله رول په لوبولو او خپل نفوذ په ټینګولو پیل وکړ.

روسیې په لیبیا کې کودتاچي جنرال خلیفه حفتر سره د نږدې اړیکو په جوړولو د حفتر نه د ملاتړ په خاطر د واګنر په څیر خپل خصوصي د پیسو عسکر لیبیا ته ولیږل او او په ځانګړې توګه ددې هیواد په ختیځو برخو کې خپلې اغیزې ښې پسې قوي کړې. همداشان د متحده عربي اماراتو په څیر د هیوادونو سره هم لاس یو او په همکارۍ پیل وکړ.

روسیې غوښتل چې د حفتر نه د قوي ملاتړ سره کودتاچي جنرال حفتر واک ته ورسوي او هیواد د پلازمینې طرابلس په ګډون ټولې سیمې  د حفتر تر کنټرول لاندې راولي خو خپلې موخې ته ونه رسید.

روسیې نن ورځ په لیبیا کې د مشروع حکومت چې د ملګروملتونو ملاتړ هم تر شا لري د خلیفه حفتر تر منځه سوله وکړي. دواړه لوري د مذاکراتو په میز کینوي. روسیه غواړي چې دلته د منځګړي او بې طرفه هیواد رول په غاړه واخلي. روسیه نن ورځ د لیبیا روان بحران د سیاسي حل لارې څخه د حلولو پلوي او مدافع بولي. خو په ساحه کې بیا بل ډول چلند کوي. مسکو  د حفتر د ځواکونو نه یواځې سیاسي نه بلکې قوي پوځي ملاتړ کوي.

نن ورځ ډیری د حفتر ځواکونه د روسیې په وسلو سمبال دي او روسیې خصوصي د اجیر ځواکونه هم د جګړې په ډګر کې د حفتر د ځواکونو سره اوږه په اوږه  د مشروع حکومت پر خلاف جګړه کوي.

خو مسکو بیا ددې ټولو سره سره هم په لیبیا کې د خپلو اجیرو ځواکونو او هم د حفتر سره د وسلو او مهماتو د مرستو نه انکار کوي.

پدې وروستیو کلونو کې روسیې د لیبیا په اړه داسې یو سیاست غوره کړی دی چې ددینه مخکې ددې هیواد لخوا ډیر ندی غوره شوی.

همداشان بله مهمه مسئله پدې وروستیو کې د منځني ختیځ لپاره د مسکو بهرنی سیاست په منځني ختیځ کې د روسیې د استازي رول لوبونکی د چیچن خودمختار جمهوریت رمضان قدیروف ټاکي.

ددې سربیره رمضان قدیروف د خپلو سلاکارانو ادم دیلیم خانوف او لاف دینګوف سره په ګډه په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوي د لیبیا روس په تماس ډله کې مهم رول په غاړه لري.

روسیه په لیبیا کې د کورنیو جګړو له امله د رامنځته شوې واک تشې نه په استفادې سره پدې هیواد کې خپلې ریښې ښې ځغلولي دي. د حفتر نه قوي پوځي ملاتړ کوي او د قذافي د زوی سیف الاسلام په ګډون د هغه د کورنۍ سره يي اړیکو په قوي کولو پیل کړی دی. همداشان د متحده عربي اماراتو او مصر سره په ګډ تفاهم سره خپل خصوصي اجیر ځواکونه په لیبیا کې ځای په ځای کړل او په ځانګړې توګه د هیواد په ختیځ کې خپل نفوذ ښه پسې ټینګ کړ.

په موجود وضعیت کې روسیه غواړي لومړی خپل دا نفوذ حفظ کړي.

د روسیې د هدفونو نه یو هم روس نفت، تات نفت او ګازپورم په څیر د روسیې د انرژۍ شرکتونو ته په لیبیا کې لار پرانیستل او ددې لارې نه د مدیترانې د انرژۍ په بازارونو کې د ډیر مهم رول ترلاسه کول دي.

همداشان مسکو د لیبیا د داخلي اقتدار په مبارزه کې د فعاله رول په لوبولو سره غواړي خپل موجودیت پدې هیواد کې لا پسې قوي کړي او پدې ډول مختلفې سیاسي ګټې ترلاسه کړي.

ددې ترڅنګ مسکو غواړي چې د افریقا په لویه وچه او په ځانګړې توګه په ختیځې مدیترانې سیمه کې د خپل موجودیت ساحه پراخه کړي.

روسیه خپل دې ټولو اهدافو ته د رسیدو په خاطر لیبیا ته چې مدیترانې سره تر ټولو اوږده پوله لري ډیره زیاته اړتیا لري. د همدې امله دې هیواد د روسیې د بهرني سیاست په محور کې ځای نیولی دی.

ددې ترڅنګ د لیبیا په بحران کې د مهم رول د اخیستو سره نورو نړۍوالو او سیمه ایزو طاقتونو ته قوت ازمايي کوي.



اړوند خبرونه