د تورکیې ملي استخباراتو د اسرائیلو د بهرنیو استخباراتو شبکې موساد ته یو بله ضربه هم ورکړه.

د تورکیې ملي استخباراتو او پولیسو د اسرائیلو د بهرنیو استخباراتو شبکې موساد ۷ تنه جاسوسان د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول.

2096599

د امنیتي سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د تورکیې ملي استخباراتو معلومه کړه چې موساد په تورکیه کې خپل اهداف د شخصي جاسوسانو له لارې تعقیبوي.

په ترسره شوو تحقیقاتو کې ، دا معلومه شوه چې د اسرائیلو استخبارات د بیوګرافیکي معلوماتو راټولولو، کشف، تحقیقات، د عکس ویډیو اسناد او ژوندی تعقیب په خاطر خپل فعالیتونه د شخصي جاسوسانو له لارې پر مخ وړي.

د استانبول د لوی  څارنوالۍ د دفتر لخوا د ترسره شوي تحقیقاتو په چوکاټ کې، دا معلومه شوه چې ټولو ۹ شکمنو کسانو هغه معلومات چې دوی ترلاسه کړي د شخصي جاسوسانو له لارې موساد باندې  پلورلي دي.

د استانبول امنیې قومندانۍ  د استخباراتو څانګې او د تروریزم ضد ریاست منسوبینو د نوموړو جاسوسانو د نیولو په خاطر په استانبول او ایزمیر ولایتونو کې هممهاله عملیات ترسره کړل.

د عملیاتو په ترڅ کې د ۹ تنو شکمنو کسانو څخه ۷ تنه چې د نیولو حکم صادر شوی وو ونیول شول. د يادونې وړ ده چې دوه شکمن کسان مخکې هم د همدې پلټنو په لړ کې نيول شوي وو.

د ویلو ده چې یو څه موده مخکې هم د تورکیې ملي استخباراتو په هیواد کې د اسرائیلو د استخباراتي شکبې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې د اسرائیلو د استخباراتو ګنشمیر جاسوسان ونیول شول.

اړوند خبرونه