د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.
2140789
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.
په دې اساس د ۲۰۲۳ کال تر پایه د تورکیې ټول نفوس ۸۵ میلیونه ۳۷۲ زره ۳۷۷ تنه وو چې ۱۲ میلیونه ۸۷۲ زره ۳۹ تنه يي د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځه د ځوانانو نه جوړ دی.
ځوان نفوس د ټول نفوس ۱۵ عشاریه ۱ سلنه جوړوي.
د ځوان نفوس ۵۱ عشاریه ۳ سلنه نارینه او ۴۸ عشاریه ۷ سلنه ښځې دي.
د ویلو ده چې د تورکیې د ځوان نفوس کچه، ۱۵ عشاریه ۱ سلنه ده چې د اروپایي اتحادیې د ۲۷ غړو هیوادونو د ځوانانو نفوس کچې نه لوړ دی.
د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړیو هیوادونو د ځوانانو اوسط نفوس ۱۰ عشاریه ۶ سلنه دی.