تورکیې پولنډ ته د بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبالو بې پیلوټه الوتکو تسلیمات بشپړ کړل.
د تورکیې د دفاعي صنایعو مشر هالوک ګورګون اعلان وکړ چې تورکیې پولنډ ته د بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبالو بې پیلوټه الوتکو تسلیماتو چارې بشپړ کړې.

پدې ډول د لومړي ځل لپاره، تورکیې د ناټو او اروپایي اتحادیې یو غړي هیواد ته په بریالیتوب سره د په وسلو سمبالو بې پیلوټه الوتکو صادرات بشپړ کړل .
د تورکیې د بایکار ټکنالوژۍ شرکت عمومي رئیس هالوک بیرقدار د تحویل په اړه وویل:
"موږ ویاړو چې د تورکیې د دفاعي صنعت خپله وړتیا د نړۍ په سطحه نندارې ته وړاندې کوو. "
تورکیې د ۲۰۲۱ کال د مې په میاشت کې د پولنډ سره د ټي بي ۲ بیرقدار بې پيلوټه الوتکو او اړوند تجهیزاتو اړوند د ۴ بستو په اړه چې هره بسته د ۶ بې پیلوټه الوتکو او ۳ د مځکې کنټرول ستیشنونو نه جوړه وه تړون لاسلیک کړ.
تورکیې پدې ډول پولنډ سره د لاسلیک کړي تړون له مخې ټولې بې پیلوټه الوتکې او اړوند تجهیزات په بشپړه ډول وسپارل.