نیکسټ بای ټي آر ټي ورلډ فورم غونډه د مې په ۱۸ مه په استانبول کې پیلیږي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا د دریم ځل لپاره جوړیدونکي د "NEXT by TRT World Forum" دریمه غونډه د مې په ۱۸ مه نیټه په استانبول کې پيلیږي.
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا د دریم ځل لپاره جوړیدونکي د "NEXT by TRT World Forum" دریمه غونډه د مې په ۱۸ مه نیټه په استانبول کې پيلیږي.
د غونډې موخه ننیو ستونزو ته د حل لارې لټول او د یو ټول شموله او باثباته راتلونکې ته شکل ورکول دي.
د "NEXT by TRT World Forum" غونډې چې په تیرو دوو کلونو کې یې په زرګونو ځوانان د کور دننه او بهر راټول کړي، موخه یې دا ده چې سږ کال هم له ټیکنالوژۍ څخه تر سپورت، کلتور او هنر څخه روغتیا ت پورې ، د نړۍ راتلونکې نه د رسنیو بدلون پورې په یو زیات شمیر مسئلو خبرې کول او ستونزو ته د حل لارې موندل دي.
ددې غونډې په چوکاټ کې به په خپلو برخو کې د متخصصینو په ګډون د پینلونو ترڅنګ د اړوند موضوعاتو پورې اړوند ورکشاپونه ، د ځانګړي میلمنو سره مرکې هم شاملې وي.
په ویناوالو کې به لومړی تورکي ستورمزلی الپر ګیزراوجي، فلسطیني هنرمند او لیکوال ملاک ماتار، د فلسطین د مصنوعي زیرکتیا د اخلاقو څیړونکی او اکاډمیسین نور نعیم، د نایجیریا سینماتوګرافره او د منځپانګې تولید کونکې مریم اپاوکاګي ګرین، د جنوبي افریقا د رواني روغتیا فعاله فهد زادوماني ، د تانزانیا موسیقۍ هنرمنده فریده اماني ، د لیبیا ژورنالیست او فلم جوړونکې نور ټاګوري او د سویلي افریقا د سپورت ماهر جولیا روبسن ویناګانې وکړي.