تورکیې او یونان د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې په برخه کې د همکارۍ پر سر موافقه وکړه

د تورکیې د  کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا د یونان د مهاجرت او پناه غوښتنې له وزیر دیمیتریس کیریدیس سره وکتل.

2055089
تورکیې او یونان د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې په برخه کې د همکارۍ پر سر موافقه وکړه

د تورکیې د  کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا د یونان د مهاجرت او پناه غوښتنې له وزیر دیمیتریس کیریدیس سره وکتل.

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر یرلي کایا د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ، دوی پرون سهار په پلازمینه انقره کې د یونان د مهاجرت او پناه غوښتنې وزیر کیریدیس سره ولیدل.

په پیغام کې د هغه مسئلو په اړه چې د دواړو خواو ترمنځه پرې موافقه شوې ده ارزونې شوي دي.

"دواړو وزیرانو موافقه وکړه چې د مهاجرینو د قاچاق په وړاندې مبارزه کې به له نږدې کار وکړي او همکاري وکړي. دوی همدا راز پریکړه وکړه چې د غیر منظم مهاجرت په وړاندې مبارزه کې همکاري پیاوړې او زیاته کړي."



اړوند خبرونه