د ملي شورا رئیس د مې ۱۹ مې د اتاترک یاد ځوانانو او سپورت ورځې په مناسبت مبارکۍ پیغام خپور کړ

د تورکیې د ملي شورا  رئیس نعمان کورتولموش وویل چې د روښانه راتلونکي لپاره ترټولو لوی تضمین د وطنپالۍ او ملي یووالي د شعور سره د  ځوانان روزل  دي.

2141234

د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش د می د ۱۹ مې د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت د مبارکۍ  پیغام خپور کړ.

کورتولموش په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  "زه خپل ګران هیواد ته د می د ۱۹ د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایم. د ۱۹۱۹ کال د مې په ۱۹ مه د هیواد د خپلواکۍ  د مشعل د روښانه کیدو د ۱۰۵  کلیزې په مناسبت د هیواد د استقلال د مبارزې اتلانو په ځانګړې توګه د غازي مصطفی کمال اتاترک او ټولو شهیدانو او اتلانو نه په ډیر درناوي سره یادونه کوو.پداسې یوې مهمې او ارزښتناکه ورځ کې  زه یو ځل بیا په خپلو ځوانانو باندې خپل اعتماد تکراروم  او باور لرم چې موږ به د تورکیې پیړۍ اهدافو ته لا په چټکه توګه نایل شو. ټولو ځوانانو ته د هغوې د ځانګړې ورځ او جشن له امله مبارکي وایم.

اړوند خبرونه