د مې ۱۹ په تورکیه کې د مصطفی کمال اتاترک د یادښت ، ځوانانو او سپورت د ورځې سره سمون خوري.
نن د مې ۱۹مه نيټه ده چې په تورکیه کې د مصطفی کمال اتاترک د یادښت ، ځوانانو او سپورت د ورځې سره سمون خوري.
نن د مې ۱۹مه نيټه ده چې په تورکیه کې د مصطفی کمال اتاترک د یادښت ، ځوانانو او سپورت د ورځې سره سمون خوري.
دا ورځ د تورکیې سربیره په شمالي قبرس تورکي جمهوریت او د هیواد نه بهر د تورکیې په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي. دا ورځ په تورکیه کې رخصتي او د ملي اختر په توګه لمانځل کیږي.
دا ورځ د تورکیې د ملت لپاره یو ځانګړی اهیمت لري. د تورکیې د جمهوریت موسس مصطفی کمال اتاترک د ۱۹۱۹ م کال د مې په ۱۹ مه د باندرما بيړۍ سره سامسون ولایت ته سفر وکړ او د سامسون ولایت څخه يي د هیواد د خپلواکۍ مشعل بل کړ. هغه د خپلواکۍ لپاره مبارزه پدې ورځ په رسمي توګه پیل کړه.
د ویلو ده چې تورکیې د یرغلګرو پر خلاف د خپلواکۍ مبارزه په همدې ورځ پیل کړه.
د ویلو ده چې د ۱۹۱۹ کال د مې ۱۹ مه نيټه "یا خپلواکي یا مرګ!" د شعار سره د یرغلګرو ځواکونو پر خلاف د تورکیې د خپلواکۍ مبارزه پیل شوه.
اتاترک په دغه ورځ، د خپلواکۍ او روښانه راتلونکي لپاره مشعل روښانه کړه. اتاترک وروسته دا ځل د تورکیې چې ددې وطن راتلونکی ددوې په لاس کې دی ډالۍ کړه. هغه دا ورځ د "ځوانانو او سپورت ورځې" په توګه ونوموله.
د ویلو ده چې د مې ۱۹ مه نیټه په تورکیه هر کال د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ځانګړو مراسمو د اختر په فضا کې لمانځل کیږي.
اړوند خبرونه
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان روسیې ته لاړ.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د BRICS په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ