د تورکیې د کورنیو چارو وزیر : په هیواد کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزه دوام لري
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا ویلي دي چې په هیواد کې د کډوالو د قاچاقبرانو پر خلاف مبارزه د خپل ټول شدت سره دوام لري.
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا ویلي دي چې په هیواد کې د کډوالو د قاچاقبرانو پر خلاف مبارزه د خپل ټول شدت سره دوام لري.
د کورنیو چارو وزیر یرلي کایا د ټولنیزې رسنۍ له لارې په ترسره کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د کډوالو د قاچاقبرانو پر خلاف په ترسره شوو عملیاتو کې ګنشمیر قاچاقبران ونیول شول.
هغه ویلي دي چې د انتالیا ، موغلا، ایزمیر او بالکیسیر په ولایتونو کې د ژاندارم د قومندانۍ ، ساحلي ګارډ ځواکونو او امنیې قومندانیو لخوا په ګډه د کډوالو د قاچاقبرانو پر خلاف عملیات ترسره شول.
ددې عملیاتو په نتیجه کې د ۵ تنو بهرنیو قاچاقبرانو په ګډون ۳۹ تنه قاچاقبران نیول شوي دي. د نیول شوو قاچاقبرانو نه ۲۶ تنه يي د عدلي ارګانونو لخوا زنداني او د ۱۳ تنو نورو په اړه عدلي چارې دوام لري.
د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې په هیواد کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزه به د خپل ټول شدت سره دوام وکړي.
د کورنیو چارو وزیر پدې عملیاتو کې ګډون کوونکو ټولو امنیتي ځواکونو ته مبارکي ویلې او د هغوې د لا زیات بریالیتوب هیله يي څرګنده کړې ده .
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.