په اذربایجان کې د تورکیې او اذربایجان د هوايي ځواکونو اړوند چورلکو ګډ پوځي تمرینات پیل کړل.
تورکیې او اذربایجان ګډ پوځي تمرینات پيل کړل
2003281
په اذربایجان کې د تورکیې او اذربایجان د هوايي ځواکونو اړوند چورلکو ګډ پوځي تمرینات پیل کړل.
د اذربایجان د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغو چورلکو چې د «الپان ۲۰۲۳» په نوم تمرین کې یې برخه اخیستې وه، په سمبولیکه توګه يي د دښمن د هوايي دفاعي سیستمونه، قوماندې مرکز او تجمع مرکزونه له لرې او نږدې واټن څخه په ډزو سره ویجاړ کړل.
وزارت د تمریناتو فلمونه او انځورونه هم شریک کړل. په بیان کې ویل شوي دي چې ددې تمریناتو موخه د پرسونل نظري او عملي مهارتونو ته وده ورکول او همدارنګه د واحدونو تعامل ډاډمن کول او د دوی جنګي وړتیا لوړول دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.