ولسمشر رجب طیب اردوغان نن هم د یو مهم میلمه کوربه توب کوي.

د فنلنډ ولسمشر نن تورکیې ته راځي

1961359
ولسمشر رجب طیب اردوغان نن هم د یو مهم میلمه کوربه توب کوي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان نن هم د یو مهم میلمه کوربه توب کوي.

د تورکیې ولسمشر اردوغان به په  پلازمینه انقره كې له خپل فنلنډي سيال نينيستيو سره وګوري. د دې غونډې اصلي اجنډا به په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب وي.

ولسمشر اردوغان به د فنلنډ د ولسمشر نینستیو نه  د ولسمشرۍ په  ماڼۍ کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې هرکلی وکړي.

د رسمي مراسمو نه وروسته به مشران دوه په دوه لیدنه وکړي.

په دې غونډه کې به د ناټو په سازمان کې  د فنلنډ د غړیتوب پر غوښتنلیک خبرې وشي.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۲ کال  په جون میاشت کې په مادرید کې لاسلیک شوي درې اړخیز یادداشت په چوکاټ کې وروستی وضعیت به وارزول شي.

همداشان پدې مسئلې به چې ایا فنلنډ د تورکیې سره په لاسلیک کړي یاداشت کې په کړو ژمنو عمل کړی دی او که  نه د نظر نه تیره شي.

د اردوغان – نینیستو په غونډه کې به د تورکیې او فنلنډ پر اړیکو هم خبرې وشي.

د دې ترڅنګ به پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو هم خبرې وشي.

د دواړو هېوادونو مشران به له لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړي او  د خبریالانو پوښتنې به ځواب کړي.



اړوند خبرونه