چاووش اوغلو وویل، "د تورکي  دولتونو تشکیلات  زموږ د ټولو خیال وو چې په حقیقت بدل شو

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، "د تورکي  دولتونو تشکیلات  زموږ د ټولو خیال وو چې په حقیقت بدل شو.

1960685
چاووش اوغلو وویل، "د تورکي  دولتونو تشکیلات  زموږ د ټولو خیال وو چې په حقیقت بدل شو

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، "د تورکي  دولتونو تشکیلات  زموږ د ټولو خیال وو چې په حقیقت بدل شو. زموږ رسمي بنسټونه  د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې پیاوړي کیږي  او نویو برخو د همکارۍ کچه لا پسې پراخیږي."

چاووش اوغلو د د تورکي  دولتونو تشکیلات د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په غونډه کې چې په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه خبرې وکړې.

پدې غونډه کې د  اوزبیکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر بختیار سیدوف، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایراموف، د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر جین بیک کولبایوف، د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت لومړی مرستیال خیرت عمروف، د هنګري د بهرنیو چارو وزیر هونګ پیتر سونګ او  شمالي قبرس تورکي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تحسین ارطغرل اوغلو  ، ترکمنستان د استانبول جنرال قونسل مراد او د تورکي دولتونو د تشکیلاتو عمومي سکتر کوبانیک بیک عمر علییف ګډون کړی و.  چاووش اوغلو دلته په خپله وینا کې وویل چې

"د تورکي دولتونو تشکیلاتو جوړول یو خوب او خیال وو چې په  حقیقت بدل شو. زموږ رسمي بنسټونه  د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې پیاوړي کیږي  او نویو برخو د همکارۍ کچه لا پسې پراخیږي."

چاووش اوغلو دې ته په اشارې سره چې دوی د تورکي نړۍ جوړولو ته اړتیا لري چې زرغون ټکنالوژۍ نه په استفادې سره  زیرک  ښارونه ولري ، "د انرژۍ په نړیواله معادله کې زموږ وزن مخ په ډیریدو دی. موږ د انرژۍ لویې پروژې پلي کړي  لکه د باکو - تفلیس - جیهان د تیلو نللیکه ،او د ټرانس اناتولي طبیعي ګاز نللیکه . موږ باید د TANAP لپاره همکاري زیاته کړو ترڅو د کسپین سیمې څخه اضافي طبیعي ګاز نړیوال بازار ته راوړو." 

چاوش اوغلو ټینګار وکړ چې منځنی دهلیز باید په دې موده کې په نړیواله سوداګرۍ کې خپله ونډه زیاته کړي ځکه چې اسیا  مخ په وړاندې  روانه ده.

چاوش اوغلو وویل چې غړي هیوادونه د خپلو اقتصادونو د سالم ادغام لپاره د تورکیې دپانګونې صندوق ته اهمیت ورکوي.

چاوش اوغلو وویل چې په اوکراین کې جګړه، په افغانستان کې پرمختګونه او په سیمه کې نورې ستونزې  د تورکي دولتونو د شورا په هر غړي هیواد جلا جلا اغیزې کوي  .  "موږ باید د تاریخ په اوږدو کې د ګډو ګټو  ذهنیت په لاره اچولو ته ترجیح ورکړو، نه دا چې له هغې څخه ووځو. له همدې امله دا اړینه ده چې موږ خپل یووالی پیاوړی کړ.



اړوند خبرونه