ولسمشر اردوغان د بیلاروس د ولسمشر لوکاشینکو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې، ولسمشر اردوغان د بیلاروس د ولسمشر لوکاشینکو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
دواړو مشرانو ، پدې ټيلیفوني خبرو کې د فبروري په ۲۴ مه نیټه د روسیې لخوا پر اوکراین د پيل شوو بریدونو او وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې .
همداشان مشرانو د اوکراین او روسیې ترمنځه د تیرې ورځې مذاکراتو او سولې په خاطر په هلو ځلو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د روسیې لخوا پر اوکراین د روان یرغل د پایته رسولو او سولې د ټینګښت په خاطر به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
د ویلو ده چې بیلاروس د روسیې د ګتو په شمیر د قوي ملاتړ نه یو دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.