د ترکیې د اقتصادي‌ ودې په اړه د ولسمشر اردوغان ډیرې مهمې څرګندونې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل " هر هغه چا چې په ترکیه کې اوږمهاله پانګه اچونه کړې هغوې تل ګټه کړې او ددینه وروسته به هم ګټه وکړي. "

1741203
د ترکیې د اقتصادي‌ ودې په اړه د ولسمشر اردوغان ډیرې مهمې څرګندونې

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل " هر هغه چا چې په ترکیه کې اوږمهاله پانګه اچونه کړې هغوې تل ګټه کړې او ددینه وروسته به هم ګټه وکړي. "

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان په روان ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې د اقتصادي‌ ودې نه د خپلو انتظاراتو په اړه وویل " د الله په مرسته زمونږ سږنۍ اقتصادي‌ وده به لس سلنه وي. زمونږ اټکل لږ تر لږه  لس سلنه دی او کیدای شي‌ چې د لس سلنې نه هم لوړه وي. "

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې په ځانګړې توګه د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ پدې دوره کې ترکیې یو بل ډول لاره غوره کړه. د روان کال تیرو ۳ ربعو ته په کتو سره زمونږ اقتصادي‌ وده په ډیره ښه توګه پرمخ روانه ده او د کال تر پایه به په همدې شان دوام وکړي. دا خبره یواځې مونږ نه بلکې د اقتصادي‌ همکاریو سازمان او ټوله نړۍ کوي.

ولسمشر اردوغان په هیواد کې روانو اقتصادي‌ پرمختګونو او وضعیت ته په اشارې سره وویل " لکه څرنګه چې مونږ تل ویلي‌ دي‌ لوړ بانکي‌ سود سبب دی  او تورم  بیا د هغه نتیجه ده. د الله په مرسته لکه څرنګه چې مو په هیواد کې د بانکي‌ سود کچه راټیټه کړې ده په همدې شان به تورم کچه هم راټیټه کړو. "

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې په ترکیه کې د بهرنیو پانګه والو لپاره د اوږمهاله پانګه اچونو لپاره یو ډیر مناسب وخت دی. هر هغه پانګه والو چې په ترکیه کې اوږدمهاله پانګه اچونې کړې ده تل يي ګټه کړې ده او ددینه وروسته به هم ګټه وکړي.



اړوند خبرونه