د ترکیې امنیتي ځواکونو د پي کاکا ترهګري سازمان ته یو بل ملا ماتوونکی ګوزار ورکړ.
ترکیې د پي کاکا ترهګري سازمان یو بل مهم مشر وواژه
د ترکیې وسله والو ځواکونو د ملي استخباراتو په همکارۍ د عراق په شمال کې د قندیل په سیمه کې په ځانګړو او هدفي عملیاتو په ترڅ کې د کرکوک د سیمې لپاره د پي کاکا ترهګري سازمان تش په نامه مسئول محمد خطیب اري ترک له منځه یوړ.
د ترکیې ملي استخباراتو چې پدې وروستیو کې د عراق په شمال کې په ځانګړې توګه په قندیل کې د بریالیو عملیاتو سره د چا خبره د پي کاکا ترهګري سازمان مشرانو ته د پناه اخیستو هیڅ ځای په امن کې ندی پرې ایښې او د حرکت حلقه يي پرې ښه تنګه کړې ده په پله پسې ډول يي له منځه وړي.
د ترکیې ملي استخباراتو او وسله والو ځواکونو داځل د کرکوک لپاره د پي کاکا ترهګري سازمان تش په نامه مسئول محمد خطیب اري ترک مشهور په دلیل سیرت د ځانګړو هدفي عملیاتو په ترڅ کې وواژه.
نوموړی ترهګر په ۲۰۱۵ کال کې په سوریه کې د عفرین په سیمه کې د ملکي وګړو پر خلاف په ترسره کړو بریدونو فعاله ونډه درلوده.
همداشان په ۲۰۱۶ کال کې بیا د کرکوک لپاره د پي کاکا ترهګري سازمان د مسئول په توګه وټاکل شو. نوموړی ترکیې پر خلاف په بریدونو هم تورن وو.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.