ولسمشر اردوغان د لوی اختر لمونځ په شمالي‌ قبرس ترکي‌ جمهوریت کې اداء کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر لمونځ د شمالي قبرس ترک جمهوریت د لف کوشا د ټاپو د خاله سلطان په جامع جومات کې اداء کړ.

1677700
ولسمشر اردوغان د لوی اختر لمونځ په شمالي‌ قبرس ترکي‌ جمهوریت کې اداء کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر لمونځ د شمالي قبرس ترک جمهوریت د لف کوشا د ټاپو د خاله سلطان په جامع جومات کې اداء کړ.

ولسمشر اردوغان د اختر لمونځ د اداء کولو نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددینه وروسته به د سویلي‌ او شمالي‌ په څیر د مسئلو په اړه فکر ونکړو . ځکه چې ددینه وروسته دا کومه مسئله زمونږ لپاره شتون نلري. ددینه وروسته به د قبرس ترکان لا په پیاوړې او قوي‌ توګه خپل لارې ته دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان د افغانستان د وضعیت او طالبانو سره د مذاکراتو په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل طالبانو ځیني‌ ناراحتي‌ ښودلې ده چې مونږ  به د افغانستان د مسئلې او روان وضعیت په اړه د هغوې سره هم خبرې وکړو.

هغه وویل البته چې انسان سره ستونزې یو ځای دي. د بشریت په تاریخ کې پرته د ستونزې دوره لیدل شوې نده او ددینه وروسته به هم ونه لیدل شي. خو هره ستونزه حل لاره لري.

مونږ دې ستونزې هم حل لاره لرو.

که چیرې لازم شرایط برابر شي‌ ترکیه به د افغانستان د پلازمینې کابل نړۍوال هوایي ډګر امنیت مسئولیت په غاړه واخلي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت په مسئله کې یوې نوې دورې ته داخل شوي‌ یو. دلته درې مهم فکټورونه شتون لري. ناټو، امریکا متحده ایالتونه او ترکیه.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نه د وتو پریکړه وکړه او خپل ځواکونه يي وویستل. همداشان د کابل د امنیت او چارو مسئولیت د تیرو ۲۰ کلونو راهیسې د ترکیې په غاړه دی او مونږ ددینه وروسته هم ددې مسئولیت د په غاړه اخیستو غوښتنه وکړه.

پدې برخه کې مو خپل ځیني‌ شرایط هم امریکا ته وړاندې کړل.

مونږ ددې ستر مسئولیت د په غاړه اخیستو ته چمتو یو خو البته چې ځیني‌ شرایط هم لرو.

لومړی د ډیپلوماسۍ په برخه کې به امریکا زمونږ نه ملاتړ کوي‌ او زمونږ ترڅنګ به دریږي. دویم دا چې د لوژستیک په برخه کې  به خپل امکانات زمونږ په اختیار کې راکوي‌ . یعنې که چیرې په افغانستان کې د لوژستیک په برخه کې هر ډول امکانات ولري‌ هغه باید ترکیې ته تسلیم کړي.

همداشان دریمه مسئله مالي‌ او اداري‌ مسئله ده. البته چې مالي‌ او اداري‌ ستونزې ډیره جدي‌ مسئله ده. امریکا  پدې برخه کې  باید د ترکیې نه قوي‌ ملاتړ وکړي. که چیرې زمونږ دا ټول شرطونه ومنل شي‌ او زمینه برابره شي  مونږ حاضر یو چې د کابل د هوايي ډګر امنیت مسئولیت په غاړه واخلو.

همداشان د طالبانو سره به هم  مذاکرات او خبرې وکړو. لکه څرنګه چې طالبانو  امریکا سره مذاکرات کړي‌ همداشان د ترکیې سره به هم د مذاکراتو نه ډډه ونکړي. یعنې د ترکیې سره باید لا په راحته توګه دا مذاکرات وکړي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ په دوحه کې د سولې د مذاکراتو بهیر جریان لري‌ او مونږ غواړو چې ددې بهیر نه هم ښه استفاده وکړو. نور بدلیونه هم شتون لري‌ او په هغه بدلیونو هم غور کوو.

ولسمشر اردوغان یو ځل بیا ټول عالم اسلام ته د لوی اختر له امله مبارکي‌ وویله.

همداشان ولسمشر اردوغان د اذربایجان لخوا د شمالي‌ قبرس ترکي‌ جمهوریت د په رسمیت پیژندو د مسئلې په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې پدې مسئله کې شک او شپهه شتون نلري. ځکه چې ددې مسئلې په اړه مې د الهام عليوف سره خبرې کړي‌ او په دومداره توګه د تماس په حال کې یو.



اړوند خبرونه