د ترکیې ولسمشر د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې او افغانستان ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې دواړو ولسمشرانو د کوچني اختر مبارکي ترڅنګ د اسرائیلو لخوا پر فلسطین د وحشي او خونړیو بریدنو په اړه خبرې وکړې .
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې پر فلسطین د روانو وحشي او ضد انساني بریدونو له امله پر اسرائیل د نړۍوالې ټولنې د فشارونو د راوستو او نړۍواله ټولنې د اجماع د رامنځته کولو په خاطر په ټولو پلاټ فورمونو کې د روانو چارو په اړه زمونږ ترمنځه همکاري حیاتي اهمیت لري.
ولسمشر اردوغان وویل غواړم ددې خبرې په ټینګار ووایم چې د ترکیې په توګه پدې مهمو شرایطو او حالاتو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ یو او ددې هیواد سره مرستو او ملاتړ ته ژمن یو.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.