خلوصي اکار: د ترکیې پر خلاف دسیسه جوړونکي به هیڅکله خپلو موخو ته ونه رسیږي
خلوصي اکار: د یونان نه زمونږ غوښتنه داده چې د نورو د ګټو او هدفونو په خاطر خپل ځان فدا نکړي
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د ترکیې پر خلاف د مختلو دسیسو جوړونکي لکه د تیر تاریخ په څیر نن ورځ به هم د سترې ماتې سره مخامخ شي او خپلو موخو ته به هیڅکله ونه رسیږي.
دفاع وزیر اکار دا څرګندونې د سمندري پياده غنډ د قومندانۍ د تعلیمي کال د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
اکار د پوځي او امنیتي مسئلو په اړه د خبرو کولو نه وروسته د مدیترانې د موجود وضعیت او پدې وروستیو ورځو کې د رامنځته شوو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه په مدیترانه کې یواځې د نړۍوالو تړونونو، محکمو پریکړو او تعاملاتو په چوکاټ کې د موجودو حقوقو نه دفاع کوي.
هغه په سیمه کې د بعضو دولتونو په اړه چې د سیمې نه د لرې او نږدې نه هیڅډول اړیکه نلري د موجودیت په اړه وویل چې « د ترکیې پر خلاف د مختلو دسیسو جوړونکي لکه د تیر تاریخ په څیر نن ورځ به هم د سختې ماتې سره مخامخ شي او خپلو موخو ته به ونه رسیږي. دا خبره باید څوک د ګواښ په توګه تفسیر او ترجمه نکړي ځکه چې دا حقیقت دی. »
هغه زیاته کړه چې د سیمې د لوړ فشار د راټیټولو په خاطر د بعضو برخو یواځې چپ پاتې کیدل هم کفایت کوي. لازمه نده چې څه وکړي. د هغوې چپیدل زمونږ لپاره کافي دي.
همداشان ګاونډي هیواد یونان نه د نورو دولتونو د ګټو او منافعو په خاطر د ځان د نه فدا کولو او استفاده کولو بلنه ورکوو . مونږ يي ورته ورپه یادو او هیله لرو چې زمونږ په خبرو او توصیو يي غوږونه خلاص او حقیقت وویني.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د مې د ۱۹ مې روحیه د دې ملت ستره سرمایه ده.
ولسمشر اردوغان د مې د ۱۹ مې د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت یو پیغام خپور کړ.