په ادلب کې یو تن ترکي سرتیری په شهادت ورسید

د سوریې د ادلب په سیمه کې یو تن ترک سرتیری شهید او یو تن بل ټپي شوی دی.

1370498
په ادلب کې یو تن ترکي سرتیری په شهادت ورسید

 

دا خبره د ترکیې د ملي دفاع وزارت کړې ده.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د اسد رژیم د توپچي بریدونو په پایله کې د ترکیې یو تن سرتیری شهید او یو تن بل ټپي شوی دی.

دفاع وزارت ویلي دي چې د ترکیې ځواکونو د نوموړي خاین برید نه وروسته سمدلاسه په ځوابي بریدونو لاس پورې کړی او دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

همداشان  په ترکي ځواکونو د خوندیتوب په خاطر لازم تدابیر هم  نیول شوي دي.


پيوندونه: #شهید , #ادلب , #سوریه , #ترکیه

اړوند خبرونه