په سوریه کې په ترکي سرتیرو خونړی برید وشو

د اسد ځواکونو په ادلب کې په ترکي‌ ځواکونو هوايي برید کړی

1367839
په سوریه کې په ترکي سرتیرو خونړی برید وشو

په سوریه کې د ترکیې په ځواکونو چې د جګړو د مخنیوي او تاوتریخوالي‌ د کچې د راټیټولو په موخه ځای په ځای شوي‌ دي‌ هوايي برید وشو.

د ترکیې د هتای ولایت والي‌ رحمي‌ دوغان  وویل چې د سوریې د ادلب په ولایت کې د ترکیې په وسله والو ځواکونو چې جګړې د مخنیوي‌ او تاوتریخوالي‌ د کچې د راټیټولو په خاطر ځای په ځای شوي‌ دي هوايي برید شوی دی.

والي‌ ویلي‌ دي‌ چې دا برید د اسد د رژیم لخوا شوی چې په نتیجه کې ۳۳ تنه اتل  سرتیري‌ په شهادت رسیدلي‌  او ګن شمیر نور ټپیان شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې ټپیان د تداوۍ په خاطر د هیواد روغتونونو ته راانتقال شوي‌ دي.

ترکیې هم ددې برید نه وروسته د اسد پر رژیم پراخه بریدونه کړي‌ او ډیر سخت ځواب يي ورکړی دی.

په ادلب کې د ترکیې پر وسله والو ځواکونو د خونړي‌ برید نه وروسته په انقره کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي‌ امنیت شورا غونډه وشوه.

د ویلو ده چې برید د ماسخوتن په ساعتونو کې  شوی دی. د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی. 

 


پيوندونه: #ادلب , #سوریه , #ترکیه

اړوند خبرونه