د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوي تعلیمي کال د پیلیدو له امله پیغام خپور کړ.
د نوي تعلیمي کال په اړه د ولسمشر اردوغان پيغام
1265820
ولسمشر اردوغان د نوي تعلیمي کال د پيلیدو له امله د زده کوونکو او ښوونکو په ګډون د تعلیمي اداراتو ټولو کارکوونکو ته د الله د دربار څخه د لا زیات بریالیتوب غوښتنه وکړه.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې په زده کوونکو غږ کړی دی چې
ولولۍ ، تفکر وکړۍ، عمل پرې وکړۍ او نتیجه ترلاسه کړۍ. هغه ویلي دي چې ددې په هیله چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ تعلیمي کال د ټولو زده کوونکو او ښوونکو په ګډون د هیواد د ټولو تعلیمي اداراتو لپاره د لا زیاتو بریالیتوبونو کال وي.
د ویلو ده چې نن په ترکیه کې په میلیونونو تنه زده کوونکو د اوړي د ۳ میاشتنیو رخصتیو نه وروسته په زده کړې پیل وکړ.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.