ولسمشر اردوغان د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ته د بري له امله مبارکي ورکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته  د جولای د ۲۵ مې په ټولټاکنو کې د بري له امله  مبارکي وویله.

1023706
ولسمشر اردوغان د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ته د بري له امله مبارکي ورکړه

 

د بله پلوه  د پاکستان د تحریک انصاف ګوند  بیا  د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه  د مننې په خاطر  په ترکي ژبه  پیغامونه خپاره کړي دي.

د تحریک انصاف ګوند  د رسمي ټویټر حساب له لارې  په ترکي ژبه په خپرو شوو پیغامونو کې  ویل شوي دي  چې د ترکیې ولسمشر ښاغلي رجب طیب اردوغان  عمران خان ته  په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله.

پدې ټیلیفوني خبرو کې  د ترکیې او پاکستان ترمنځه د اړیکو په لا ودې او پرمختګ خبرې وشوې.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم  د ترکیې د ولسمشر نه د ټیلیفون او مبارکۍ له امله  مننه  وکړه.

د تحریک انصاف ګوند لخوا په ترکي ژبه خپاره شوي پیغامونه  په ټولنیزه مډیا کې د سلګونو تنو لخوا خوښ شوي  او د نورو سره  شریک شوي دي. په سلګونو تنو بیا  د ترکیې سره  مینه لرو  ځوابونه لیکلي دي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د تیرې میاشتې  په ټولټاکنو کې  لوی بری  ترلاسه کړ.   



اړوند خبرونه