د ترکیې ولسمشر افریقا ته د سفر په چوکاټ کې سینیګال نه لیدنه وکړه

ولسمشر اردوغان  یو ځل بیا  سینیګال ته  د سفر له امله خوښي څرګنده کړه

921160
د ترکیې ولسمشر افریقا ته د سفر په چوکاټ کې سینیګال نه لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف  په مبارزه کې به  د سینیګال هیواد سره همکاریو ته دوام ورکړو.

ولسمشر اردوغان  د سینیګال  د ولسمشر  ماکي سال  سره  د نوموړي هیواد  د جمهوریت په ماڼۍ کې  د  دوه په دوه لیدنې نه وروسته  په ګده خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  یو ځل بیا  سینیګال ته  د سفر له امله خوښي څرګنده کړه  او وویل

« سینیګال  د سیاسي او اقتصادي  استقرار او قوي  ډیموکراسۍ  سره  د افریقا د قارې لپاره  نمونه د مثال هیواد دی. همداشان دې هیواد د سیمه ایزې سولې او ثبات سره  هم  ډیره زیاته مرسته کړې ده . »

ولسمشر اردوغان وویل چې سینیګال  په خپلو شاوخوا هیوادونو او د افریقا په ټوله قاره کې  د مشر رول  او لارښود  رول  لوبوي  چې  مونږ  ستاینه کوو. پوره باور لرو چې په راتلوونکې کې به  د سینیګال  دا رول  لا قوي  او رغنده  شي.

ولسمشر اردوغان وویل « سینیګال  د ترکیې لپاره  مهم  دوست  او ستراتیژیک شریک هیواد دی، سینیګال  د ترکیې د بدې  ورځې  دوست  دی. دې هیواد دا خبره  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوي کودتا په شپه  په اثبات ورسوله.»

ولسمشر اردوغان وویل چې د سینیګال  د ولسمشر ښاغلي سال سره  په لیدنه کې مو  د دواړو هیوادونو په موجودو اړیکو د لا قوي کولو په اړه د خبرو فرصت پیدا کړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ۲۰۱۳ کال کې  د لومړۍ وزیرې د دندې پر مهال ددې هیواد نه لیدنه کړې وه. پنځه کاله مخکې  چې مو  ددې هیواد نه لیدنه کړې وه  او کوم تصامیم چې مو  نیولي وو  په هغو ټولو عمل  شوی دی. پوره باور لرم چې  ددې سفر سره  به د دواړو هیوادونو  په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستل شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکیې  او سینیګال  ترمنځه  د متقابلې سوداګرۍ  ارقام  د دواړو هیوادونو ترمنځه  قوي سیاسي اړیکو  ښکاره بیلګه ده.

په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې او سینیګال ترمنځه سوداګریز حجم  د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰ میلیونو ډالرو نه واوښته او ۲۵۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شو. انشاالله په پام کې لرو چې دا رقم  لا  لوړې سویې ته ورسو خو   سوداګریز حجم  د کچې د لوړولو  په اندازه  د توازن  ساتل هم  ځانګړې اهمیت لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې  پدې سفر کې ورسره  څه باندې ۱۵۰ تنه  سوداګر ملګرتیا کوي. دا سوداګر به  د سینیګال  د سوداګرو سره  په ګډو پانګه اچونو  خبرې وکړي .

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او افریقا  اړیکې  د لسمې پيړۍ نه راپدیخوا  دوام لري. پدې اړیکو کې  تر اوسه پورې  د ذرې په اندازه  تور لکه  شتون نلري.

هغه وویل  پدې پوره باور لري چې راتلوونکې پیړۍ به  د افریقا  پیړۍ وي  چې د همدې امله  د ترکیې او افریقا ترمنځه همکاري به  اوږدمهاله وي.

د سینیګال ولسمشر سال  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د نوموړي هیواد تر ټولو عالي  د سینګال د دولت عالي تقدیم کړ  .

د ویلو ده چې  سینیګال ته د ولسمشر اردوغان ددې سفر په چوکاټ کې د دواړو هیوادونو ترمنځه  د ټرانسپورت نه نیولې تر ګرځندوی  او طبعي زیرمو پورې په یو زیات شمیر برخو کې  تړونونه لاسلیک شول.



اړوند خبرونه