اردوغان : لویدیځه نړۍ مسلمانان په خپلو منځونو کې جنګوي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  د اسلام  دښمانان غواړي‌ چې  اسلامي‌ نړۍ  پارچه پارچه کړي.

875594
اردوغان : لویدیځه نړۍ مسلمانان په خپلو منځونو کې جنګوي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  د اسلام  دښمانان غواړي‌ چې  اسلامي‌ نړۍ  پارچه پارچه کړي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د سوډان  د خرطوم  پوهنتون لخوا هغه ته د افتخاري‌ ډوکټورا  د ورکولو په مراسمو کې  وکړې. هغه وویل چې  د پخوا  په څیر  دوی  نن  ورځ هم غواړي‌ چې  د اسلامي‌ نړۍ  پارچه پارچه کړي.

د سوډان  د خرطوم پوهنتون  ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  افتخاري‌ ډوکټورا ورکړه. ولسمشر اردوغان  د ډوکټورا  د ترلاسه کولو په مراسمو کې  وینا وکړه.

هغه  وینا د سوډان د حکومت او خلکو نه په مننې سره پيل کړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې « د سوډان د ملت او ځوانانو نه چې  زمونږ نه يي ډیر تود هر کلی وکړ  په خپل ، مل هیت او  ترک ملت  په استازیتوب  مننه کوم. تاسې  ډیره غوره ملت یاست. تاسې  سوچه مسلمانان  یاست. زه  دلته  ځان  د انقرې او استانبول  په څیر  احساسوم. د افتخاري ډوکټورا له امله  هم  ستاسې نه ډیره زیاته مننه کوم. د پوهنتون د ریس، استادانو او ټولو  زده کوونکو نه  مننه کوم.»

ولسمشر اردوغان وویل چې  په سوډان د اوږدو کلونو راهیسې  ناحقه بندیزونه  لګیدلي‌ وو چې  ددې بندیزونو د لرې کیدو سره  به  دا قوي‌ ملت  لا پسې  پياوړی  شي. غواړم  یو ځل بیا  ووایم چې مونږ  د الله  د حضور  پرته  د رکوع او سجده پرته بل جاته  کله هم  سر  ټیټ کړی ندی  او نه به يي هم کله  ښکته کړو.

مونږ  تل  د سوډان د خلکو نه ملاتړ  کړی  او ملاتړ ته به دوام ورکړو.

ولسمشر اردوغان وویل  د چې د پيړیو پیړیو راهیسې د اسلامي‌ نړۍ  د علم او عرفان  مرکزونه  نن ورځ  له بده مرغه چې  د جنګ او جګړو په مرکزونو بدل شوي‌ دي. د ترهګریزو دولتونو د ظلم  لاندې  قرار لري.

تاسې وګورۍ  ایا  د اسراییلو دولت  ترهګري‌ نکوي؟ ترهګر دولت  ندی؟ ایا  دا ترهګري‌ مونږ  وینو او  لویدیځه نړۍ يي  نه ګوري؟ د بې عدالتۍ  او ظلم  پر وړاندې  چپه خوله پاتې کیدونکي‌ په اصل کې  ګونګ  شیطانان  دي.

نن  ورځ  له بده مرغه  چې  استثمارګرو  خونخوارو ته  زمونږ  د هر څاڅکي‌ وینې نه  د تیلو هر څاڅکی  ډیر  قیمتي‌ دي او د همدې  امله  مونږ  په خپلو منځونو کې  په یو بل  وژني‌ او زمونږ  په منځ کې نفاق  تخم کړي.

په ځینې  ځایونو کې بیا  خپلو  دې  شومو پلانونو او کړنو ته د مشروعیت ورکولو په خاطر  کودتا کوي.

د امپرایالستو ځواکونو لخوا  د سرو زرو، الماسو نه بل قیمتي‌ شی  شتون نلري.  د هغوې  لپاره  د تیلو او پيسو  نه بل قیمتي‌ شی  او ارزښت  شتون نلري.  د یو موټي‌ سروزرو لپاره  هر څه کوي. 



اړوند خبرونه