ولسمشر اردوغان د سوډان نه لیدنه وکړه

اردوغان : د استانبول سرمشریزې د اسلامي نړۍ د اتحاد او تفاق قوت ټولې نړۍ ته په ډاګه کړ

874948
ولسمشر اردوغان د سوډان نه لیدنه وکړه

 

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل « د دسمبر په ۱۳ مه په استانبول کې  اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان  د اتحاد او اتفاق  طاقت او قوت  ټولو ته ښکاره کړ.دا مسله  ټولو ته ښکاره کړه که چیرې اسلامي نړۍ په ګډه حرکت وکړي  څومره  طاقت او قوت لري. »

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان افریقا ته د سفر په چوکاټ کې  لومړی  سوډان نه لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان  د سوډان  د ولسمشر عمر البشیر سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

هغه وویل چې « د ترکیې او سوډان ترمنځه په عالي کډه  د ستراتیژیکو همکاریو د شورا د جوړولو په خاطر لومړنی ګام  اوچت شو. په نږدې راتلوونکې کې به  د کرنۍ، انرژۍ، معدنونو او روغتیا په ګډون  په یو زیات شمیر برخو کې  د دواړو هیوادونو د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره  مهم  ګامونه  اوچت کړو. د ۸۰ میلیون نفوس خاوند  ترکیې  د ۳۰ میلیون نفوس خاوند  سوډان سره  موجود سوداګریز حجم  ۵۰۰ میلیونه ډالره دی. دا حجم  زمونږ  د شان  سره  برابر  ندی. په لومړني پړاو کې باید دا حجم  یو میلیارد ډالرو ته  او په راتلوونکې کې باید لسو میلیاردو ډالرو ته  لوړ کړو. زه پوره باور لرم چې د سوډان په مهمو پروژو کې به  ترکي شرکتونه  ډیره مهمه  او فعاله ونډه واخلي. ترکي پانګه والو ته پدې هیواد کې  د پانګه  والۍ  بنله ورکوو. »

د سوډان ولسمشر عمر البشیر ولسمشر اردوغان ته  عالي دولتي نښان  ورکړ.

ولسمشر اردوغان  وروسته  د سوډان  پارلمان ته  وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان  د سوډان  د هیواد  د ښې میلمه پالنې نه په مننې سره  پیل کړه.

هغه وویل « نن  یو ځل بیا خپل دویم  کور  سوډان ته د راتګ  او تاسې  د قدر وړ ورورنو سره  د لیدنې له امله  زه  زما  میرمن  او هیت  ډیر زیات خوښ یو  . »

ولسمشر اردوغان  وویل چې  « هیڅوک باید  زمونږ  نه  د روهینګیا د مسلمانانو په عام وژنو، په فلسطین کې د څو لسیزو راهیسې  په روانو ظلمونو  او معصومو انسانانو په وژنو، په سوریه ، عراق، لیبیا، یمن او سوماليا کې په روانو بشري بحرانونو او د عاج ساحل په هیوادونو کې په روانو  مشکلاتو د سترګو پټولو  او بې تفاوته  پاتې کیدو  تمه ونکړي. د ظلم  او  بې عدالتۍ  پر بڼسټ  ولاړو هر ډول  پریکړو  پایله ناامیدي  او پر مخ  څپړې  خوړل  دي چې  د بیت المقدس په مسله کې مو ددې خبرې شاهدي وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو ادارې  د دسمبر په شپږمه  ټوله سیمه  د اور لمبو ته د غورځولو په بدل  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو اعلان وکړ. دې هیواد خپل سفارت  بیت القمدس ته د انتقالولو پریکړه وکړه. د امریکا ولسمشر ټرمپ  ددې پریکړې  په خاطر  د چا سره  مشوره وکړه، د هیچا سره، یو ډیر غلط ګام يي اوچت کړ. ایا  ټرامپ  ته لازمه نوه  چې ددې پریکړې  نه مخکې د اسلامي نړۍ سره مشوره وکړي او یا د مسیحیانو  نظر  وپوښتي؟ د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د دوره يي مشر هیواد په توګه  باید  لږ تر لږه  د ترکیې سره خبرې شوي وی. د پاپ سره  خبرې شوې وی خو ندي شوي.»

ولسمشر اردوغان وویل چې  د اسلامي نړۍ اتفاق  او اتحاد  خپلې اغیزې او قوت  ټولې نړۍ ته  په ډاګه کړ. د استانبول  سرمشریزې  ټولو ته دا وښوده  که چیرې اسلامي نړۍ  په ګډه حرکت وکړي  په کومه اندازه طاقت او قوت لري.

هغه  د سوډان د ولسمشر نه  پدې سرمشریزه کې د ګډون له امله  مننه وکړه. د ملګروملتونو په سازمان کې د هغه  ۱۲۸ هیوادونو نه  چې د بیت المقدس په ملاتړ يي  د ټرمپ  د پریکړې پر خلاف  رای وکاروله  مننه کوم . د حق او عدالت نه  ملاتړ کوونکو ټولو هیوادونو نه مننه کوم. د استانبول  سرمشریزې  زمونږ طاقت او قوت ټولو ته  ښکاره کړ. اسلامي نړۍ ته هم  دا په ډاګه شوه که چیرې په ګډه حرکت وکړو  په څه قادر یو.

هغه وویل چې د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر ټرمپ د پریکړې پر وړاندې  یواځې اسلامي نړۍ نه بلکې  د هغوې نږدې متفقین هم  ودریدل. د امنیت شورا هم  ورته  ښه ځواب ووایه. دا چې مونږ  تل  وایو  چې نړۍ د پنځو نه  لویه ده  دې خبرې  د بیت المقدس په مسله کې  خپلې اغیزې ټولو ته ښکاره کړې.  



اړوند خبرونه