د لاهور د بريد په اړه د اردوغان د خواخوږئ پيغام
ولسمشر رجب طيب اردوغان په لاهور كې د ترهګري بريد له امله د قربانيانو د كورنيو سره د خواخوږئ پيغام خپور كړ.
ولسمشر رجب طيب اردوغان په لاهور كې د ترهګري بريد له امله د قربانيانو د كورنيو سره د خواخوږئ پيغام خپور كړ.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي دي چې ولسمشر د لاهور بريد په كلكه وغندلو او څرګنده يې كړه چې تركيه به تل د پاكستان د خلكو ترڅنګ ولاړه وي.
اردوغان همداراز د پاكستان ولسمشر ممنون حسين او د پنجاب د ايالت د لومړي وزير شهباز شريف سره د ټيلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې د خپلې خواخوږئ مراسم وړاندې كړل.
په خپره پاڼه كې د اردوغان د وينا په اساس ليكل شوي دي چې په د لوبو په پارك كې رامنځته شوى بريد ښايي چې ترهګري هېڅ ډول ارزښت او سرحد نه پېژني. `` دا بريد د نړۍ د ټولو مشرانو لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې د صميمي ګام د پورته كولو په لار كې يوه آزموينه ده.``
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.