سعودي عربستان د تیلو تولیدات په ورځ کې یو میلیون بیلره کموي

په نړۍ کې د تیلو تر ټولو ستر صادردونکی هیواد سعودي عربستان غواړي د خامو تیلو د ورځنیو تولیداتو کچه یو میلیون بیلره کم کړي.

2095148
سعودي عربستان د تیلو تولیدات په ورځ کې یو میلیون بیلره کموي

په نړۍ کې د تیلو تر ټولو ستر صادردونکی هیواد سعودي عربستان غواړي د خامو تیلو د ورځنیو تولیداتو کچه یو میلیون بیلره کم کړي.

سعودي عربستان ویلي دي چې خپل ورځني تولیداتو کچه به ۱۲ میلیونه بیلرو ته راټیټه کړي .

سعودي عربستان د تېلو ملي شرکت سعودي ارامکو ته لارښوونه کړې چې د خامو تېلو د تولید ظرفیت د ورځې یو میلیون بېرله کم کړي.

د ارامکو څخه په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې  شرکت "د انرژۍ وزارت څخه لارښوونه ترلاسه کړې چې خپل اعظمي پایښت ظرفیت په ورځ کې ۱۲ میلیون بیرلو ته وساتي."

شرکت د ۲۰۲۳ کال  دریمې ربع لپاره په خپل مالي بیلانس شیټ کې اعلان وکړ چې د هایدروکاربن ټول تولید  د ورځې ۱۲ عشاریه ۸  میلیون بیرلو تیلو معادل  کچې ته رسیدلی.



اړوند خبرونه