د نړۍ تر ټولو ډیرو شتمنو پنځو تنو شتمني د ۲۰۲۰ کال راهیسې دوه برابره ډیره شوې ده .

د انګلستان د اکسفام خیریه موسسې په وینا، د نړۍ پنځو شتمنو کسانو له ۲۰۲۰ کال راهیسې خپله شتمني دوه برابره زیاته  کړې ده.

2088663
د نړۍ تر ټولو ډیرو شتمنو پنځو تنو شتمني د ۲۰۲۰ کال راهیسې دوه برابره ډیره شوې ده .

د نړۍ تر ټولو ډیرو شتمنو پنځو تنو شتمني د ۲۰۲۰ کال راهیسې دوه برابره ډیره شوې ده .

د انګلستان د اکسفام خیریه موسسې په وینا، د نړۍ پنځو شتمنو کسانو له ۲۰۲۰ کال راهیسې خپله شتمني دوه برابره زیاته  کړې ده.

د اکسفام خیریه موسسې پداسې حال کې دا راپور خپور کړ چې  د نړۍ مخکښ شخصیتونه د داووس په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره د سویس داووس کلي ته  ته تللي دي. په راپور کې راغلي دي چې د نړۍ تر ټولو ډیرو شتمنو پنځو کسانو شتمني په ۲۰۲۰ کال کې ۴۰۵ میلیارد ډالرو وه چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې   ددوې شتمني ۸۶۹ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

د اکسفام کلني راپور چې په ټوله نړۍ کې د نابرابرۍ په اړه خپریږي، دا هم په ډاګه کوي چې د نړۍ شاوخوا پنځه میلیارده خلک له ۲۰۲۰ راهیسې بې وزله شوي دي.

د راپور له مخې که څه هم د نړۍ اقتصاد د کوویډ په ګډون له ګڼو بحرانونو سره لاس او ګریوان دی، خو په تېرو څلورو کلونو کې د میلیاردرانو شتمني ۳،۳ میلیارده ډالره زیاته شوې ده.

اکسفام ویلي چې د سټاک یا ونډو  بازارونو  د بیو د چټک لوړیدو له امله بډایه اشخاص او شرکتونه لا پسې شتمن شوي او ددې ترڅنګ  لا پیاوړي شوي دي.

د راپور له مخې، دا شتمن کسان د خپلو شتمنیو د لا زیاتولو په خاطر په کارګرانو باندې لا زیات فشار راوړي ترڅو د خپلو شرکتونو ځواک زیات کړي.  د پخوا څخه بډایه ونډه اخیستونکي نور هم بډایه کوي، او همدارنګه د مالیاتو څخه د تیښتې او د دولت د خصوصي کولو لپاره جدي هڅې کوي.

د اکسفام د راپور له مخې، پداسې حال کې چې په ۱۹۸۰ کال کې د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان غړیو هېوادونو شرکتونو ۴۸ سلنه مالیه ورکوله، خو دا کچه په ۲۰۲۲ کال کې ۲۳،۱ سلنې ته راښکته شوه.

د راپور له مخې، د بډایه او غریب تر منځ د واټن په پراخیدو سره، تمه کیږي چې نړۍ به په یوه لسیزه کې خپل لومړی ټریلیونر تولید کړي. راپور خبرداری ورکوي چې که اوسني تمایلات همداسې دوام وکړي، ممکن د نړۍ فقر تر راتلوونکو ۲۲۹ کلونو پورې له منځه ولاړ نه شي.

په راپور کې د تفصیلي عدم توازن د حل په توګه، اکسفام د نړۍ د میلیونرانو او میلیاردانو په شتمنیو باندې د مالیې د پلي کولو وړاندیز هم کوي، چې هر کال به یو عشاریه ۸ ټریلیون ډالر عاید راوړي.


پيوندونه: #شتمني , #شتمن

اړوند خبرونه