د تورکیې اقصتاد د روان کال په دریمه ربع کې ۵ عشاریه ۹۳ سلنه وده کړې

تورکیه د روان کال په دریمه ربع کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان  او G20 هیوادونو ترمنځ ترټولو چټک وده کوونکی اقتصاد شو.

2071314
د تورکیې اقصتاد د روان کال په دریمه ربع کې ۵ عشاریه ۹۳ سلنه وده کړې

تورکیه د روان کال په دریمه ربع کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان  او G20 هیوادونو ترمنځ ترټولو چټک وده کوونکی اقتصاد شو.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان  او د تورکیې د احصایې د ادارې  د معلوماتو له مخې، لیدل شوي چې تورکیه د ۵ عشاریه ۹۳  اقتصادي ودې سره د نورو هیوادونو په پرتله د اروپایي ټولنې ، اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان  او G20 هیوادونو په منځ کې لومړی ځای خپل کړی  دی.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د غړیو  هیوادونو اوسط اقتصادي وده بیا ۱ عشاریه ۷ سلنه اعلان شوې ده .

همداشان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا په سازمان کې هغه هیواد چې اقتصاد يي تر ټولو ډیر رکود کړی دی ناروې ده . د ناروې اقتصاد ۱ عشاریه ۵ سلنه کوچنی شوی دی.

تورکیه د G20 هیوادونو په مینځ کې لومړی ځای لري چې د دریمې ربعې ودې ارقام یې اعلان شوي.

پداسې حال کې چې تورکیه  ۵ عشاریه ۹۳ سنله وده کړې  اندونیزیا او چین بیا  د ۴ عشاریه ۹ سلنې اقصتادي ودې سره په دویم ځای کې تعقیب او مکسیکو بیا  د ۳ عشاریه ۲ سلنې سره په دریم کې ځای کې ځای نیولی دی.  



اړوند خبرونه