د اروپا په بازارونو کې د طبیعي ګازو بیه تر ټولو لوړې کچې ته لوړه شوه

په اروپا کې د طبیعي ګاز بیه په هر میګاواټ ساعت کې د ۲۲۳عشاریه ۸۵  یورو  ته د لوړیدو سره ریکارډ کچې ته رسیدلې.

1860083
د اروپا په بازارونو کې د طبیعي ګازو بیه تر ټولو لوړې کچې ته لوړه شوه

په اروپا کې د طبیعي ګاز بیه په هر میګاواټ ساعت کې د ۲۲۳عشاریه ۸۵  یورو  ته د لوړیدو سره ریکارډ کچې ته رسیدلې.

د روسیې هغه څرګندونې چې ویلي دي  چې  شمالي جریان د  طبیعي ګاز پایپ لاین له لارې اروپا ته د ګازو د لیږد اندازه له ۴۰ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته راټیټوي د نن ورځې په څیر د نرخونو په لوړیدو کې مهم رول ولوبو.

په اروپا کې د اګست  میاشتې لپاره د ګاز قرارداد  بیه  پرون په هر میګاواټ ساعت کې په ۱۹۹ عشاریه ۹۱ یورو وه.

نن بیا په بازار کې  د هر میګاواټ ساعت طبعي ګازو بیه  د ۲۱۰ عشاریه ۲۵ یورو څخه پيل شوه ، وروسته ۲۲۳ عشاریه ۸۵ ایرو ته لوړه شوه.

د روسیې د انرژۍ شرکت ګزپروم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شمالي جریان  طبیعي ګاز نللیکې د تخیکي ستونزې له امله  د ګازو لیږد کچه به راټیټه شي. د ویلو ده چې ددې نللیکې په واسطه د جرمني له لارې اروپا ته ګاز انتقالوي.

له بلې خوا، پرون د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو موافقه وکړه چې د روسیې څخه د جریان د خنډ کیدو احتمال په پام کې نیولو سره، د طبیعي ګاز مصرف ۱۵ سلنه کم کړي.


پيوندونه: #ګاز , #اروپا

اړوند خبرونه