د روان میلادي‌ کال په دویمه ربع کې د ترکیې د اقتصادي‌ ودې ارقام معلوم اعلان شول.

د ترکیې اقتصاد د روان کال په دویمه ربع کې د ټولو توقعاتو پر خلاف بې ساری وده کړې ده

1700716
د روان میلادي‌ کال په دویمه ربع کې د ترکیې د اقتصادي‌ ودې ارقام معلوم اعلان شول.

 

ترکیې د احصایې ادارې   د روان کال په دویمه ربع کې  د ترکیې د اقتصادي‌ ودې ارقام اعلان کړل. د ترکیې د احصایې ادارې لخوا د اعلان شوو ارقامو له مخې د ترکیې اقتصاد د روان کال په دویمه ربع کې د تمو او توقعاتو نه لوړ ۲۱ عشاریه ۷ سلنه وده کړې ده .

د ویلو ده چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د ترکیې اقتصاد ۷ سلنه وده کړې وه .

د ترکیې د احصایې ادارې  ویلي‌ دي‌ تمه کیږي‌ چې د ۲۰۲۱ کال اقتصادي‌ وده د ۸ سلنې نه لوړه وي.

د هیواد د ناخالص عوایدو جوړونکو فعالیتونو د څیړولو سره د ۲۰۲۱ کال په دویمه ربع کې د تیر کال همدې ربع په مقایسه د خدمت سکتور ۴۵ عشاریه ۸ سلنه ، د صنایع سکتور ۴۰ عشاریه ۵ سلنه، اداري‌ او تشویقي‌ خدماتو سکتور ۳۲ عشاریه ۴ سلنه ، نورو خدماتو فعالیتونو ۳۲ عشاریه ۳ سلنه، د معلوماتو او مخابراتو سکتور ۲۵ عشاریه ۳ سلنه ، عامه ادارې، پوهنې، روغتیا او ټولنیزو خدماتو فعالیتونو ۸ عشاریه ۵ سلنه ، غیرمنقول فعالیتونو ۳ عشاریه ۷ سلنه ، ساختماني‌ سکتور ۳ عشاریه یو سلنه، کرنۍ، مالدارۍ او کبانو سکتور ۲ عشاریه ۳ سلنه وده کړې او د مالي‌ او بیمې فعالیتونو کچې ۲۲ عشاریه ۷ سلنه راټیټه شوې ده .



اړوند خبرونه