ترکیې تیر کال ۲ عشاریه ۶ سلنه اقتصادي وده کړې

د ترکیې اقتصاد د اټکلونو نه زیاته وده کړې

1160777
ترکیې تیر کال ۲ عشاریه ۶ سلنه اقتصادي وده کړې

 د ترکیې  اقتصاد په ۲۰۱۸ کال کې  ۲ عشاریه ۶ سلنه وده کړې ده .

د ترکیې د احصایې ادارې  تیر کال  د هیواد د ناخالصو کورنیو عوایدو شمیره  اعلان کړه.

د احصایې ادارې د شمیرو له مخې  تیر کال  په ترکیه کې  ناخالص کورني عواید  د ۲۰۱۷ کال په پرتله  د ۱۹ عشاریه ۱ سلنې په لوړیدو سره  ۳ تریلیونه ۷۰۰ میلیارده او ۹۸۹ میلیونو ترکی لیرو ته  رسیدلي دي.

د ویلو ده چې  تیر کال  تجارت، ټرانسپورت، هوټلونو او خوراکي توکو په ګډون  د سکتور  ارزښت ۵ عشاریه ۶ سلنه لوړ شوی دی.

اقتصادپوهان د ۲۰۱۸ کال لپاره د ترکیې لپاره  ۲ عشاریه ۵ سلنه اقتصادي وده اټکل کړې وه چې د اټکلونو نه  يي خپه واړوله.



اړوند خبرونه