هالنډۍ پروفیسورې د غزې په خاطر د نه خوړولو اعتصاب وکړ

هالنډۍ پروفیسورې تیه هیلورسټ  پر غزې د اسرائیلو بریدونو او په سیمه کې لوږې او قحطۍ ته د نړۍوالې ټولنې د پام د راګرځولو په موخه  د ولسي جرګې مخې ته د نه خوړلو اعتصاب وکړ.

2122137
هالنډۍ پروفیسورې د غزې په خاطر د نه خوړولو اعتصاب وکړ

هالنډۍ پروفیسورې تیه هیلورسټ  پر غزې د اسرائیلو بریدونو او په سیمه کې لوږې او قحطۍ ته د نړۍوالې ټولنې د پام د راګرځولو په موخه  د ولسي جرګې مخې ته د نه خوړلو اعتصاب پيل کړ.

د اراسموس پوهنتون د نړیوالو ټولنیزو څیړنو په انستیتوت کې د بشردوستانه مرستو او بیارغونې پروفیسورې هیلورسټ، د هاګ په ښار کې د "غزې لپاره د روژې نوبت " په نوم په اعتصاب لاس پورې کړ.

هیلورسټ په سیمه ایز وخت هر  سهار د ۸ او شپې تر ۱۰ بجو  ترمنځ د استازو د جرګې مخې ته دریده ، په غزه باندې د اسرائیلو بریدونو او په سیمه کې لوږې او قحطۍ ته یې پام اړولی و. د هغه د لوږې اعتصاب  یوه اونۍ دوام وکړ.

 

هیلورسټ د هالنډ پر حکومت غږ وکړ چې غزې ته د اوربند او د بشري مرستو د موادو د ننوتلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. هغه  د قربانیانو لپاره په هر ساعت کې یوه دقیقه چوپتیا غوره کوله.

پروفیسور هیلورسټ وویل چې اسرائیل په غزه کې  د عام وژنو ،  قحطۍ او لوږې له امله د مړینو یوازینی مسئول دي.

 

هیلورسټ وویل چې په ​​غزه کې د لوږې او قحطۍ سره سره د اسرائیلو لخوا  د بشري مرستو پرمخ د سرحدونو تړولو ډیر زیات اندیښمن کړی  دی او ویلي یې دي چې په غزه کې روان وضعیت ته  د پام اړولو لپاره به مختلف اقدامات وکړي.



اړوند خبرونه