د امریکا په ټولو پوهنتونونو کې د اسرائیلو ضد مظاهرې پیل شوي دي

په امریکا د غزې په ملاتړ د اسرائیلو ضد مظاهرې چې تیره اونۍ د امریکا د کولمبیا په پوهنتون کې پیل شوې، د هیواد لسګونو پوهنتونونو ته وغځیدې.

2132397
د امریکا په ټولو پوهنتونونو کې د اسرائیلو ضد مظاهرې پیل شوي دي

په امریکا د غزې په ملاتړ د اسرائیلو ضد مظاهرې چې تیره اونۍ د امریکا د کولمبیا په پوهنتون کې پیل شوې، د هیواد لسګونو پوهنتونونو ته وغځیدې.

د امریکا د ډیموکراټ ګوند د کانګرس غړې الهان عمر وویل، "دا یو حرکت و چې یوازې ۷۰ کسانو سره پیل شوی و.  د کولمبیا د پوهنتون لخوا ددې کسانو د نیولو او د بیان ازادي د خپو لاندې کولو د پریکړې سره دا  حرکت اوس په یو ملي او نړۍوال حرکت بدل شوی دی. په کولمبیا پوهنتون کې پيل شوې د اسرائیل ضد مظاهرې نن ورځ ټول هیواد او حتا د نړۍ په کچه  خپرې شوي دي."

پولیسو د امریکا اتلانتا ایالت په ایموري پوهنتون کې د مظاهره کوونکو سره چې غوښتل يي د پوهنتون په انګړ کې  یو کمپ جوړ کړي نښته وکړه. ویل شوي، چې د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او ربړي مرمیو کار اخیستل شوی دی. خو پولیسو ادعا کړې چې ربړي مرمۍ نه دي کارول شوي.

د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند غړې الهان عمر چې لور یې د تیرې اونۍ په لاریونونو کې نیول شوې وه  د کولمبیا په پوهنتون کې د لاریون کونکو سره یوځای شوه. عمر رسنیو  ته وویل چې تیره اونۍ د کولمبیا پوهنتون پولیسو ته واک ورکړ چې په د پوهنتون په انګړ کې د مظاهره کونکو لخوا جوړ شوی کمپ ویجاړ  کړي . دوې په هیواد کې د بیان ازادي د خپو لاندې کړه چې له امله يي مظاهرې ټول هیواد ته وغځیدې.

عمر وویل: "دا یو حرکت و چې یوازې ۷۰ کسانو سره پیل شو." "دا اوس په ملي او نړیواله کچه خپوه شوې ده ځکه چې د کولمبیا پوهنتون پریکړه کړې چې دوی مخه ونیسي او د بیان ازادي ی تر پښو لاندې کړي."

په پلازمینه واشنګټن کې د پوهنتون په سلګونو محصلینو له جورج ټاون څخه جورج واشنګټن پوهنتون ته لاریون وکړ.

د سویلي کالیفورنیا پوهنتون د می په لسمه  نیټه پلان شوي د ډیپلومونو د ورکولو په خاطر جوړیدونکي مراسم لغوه کړل.

 پوهنتون ټینګار کړی  چې د نویو امنیتي تدابیرو له امله  په  مراسمو په ګډون کوونکو بیا کتنې لپاره وخت ته اړتیا وه او زیاته کړې ده  " د پایلې په تګه  په دودیز ډول ۶۵ زره محصلین، د دوی کورنۍ او ملګري پدې مراسمو کې ګډون کوي."

د ویلو ده چې پوهنتون د امنیتي ګواښ د جزیاتو په اړه معلومات ندي ورکړي. همداشان پوهنتون د مسلمانې محصلې اسنا تبسم د وداع وینا هم لغوه کړې ده .

د بله پلوه د امریکا ولسمشر جو بایډن چې د نیویارک ښار سیراکوز ته تللی و د مظاهره کوونکو د سخت غبرګون سره مخامخ شوی وو.

په بوسټن کې د ایمورسن کالج، په لاس انجلس کې د سویلي کالیفورنیا پوهنتون او په آسټین کې د ټیکساس پوهنتون کې له ۲۰۰ څخه ډیر کسان نیول  شوي.

په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو پر خلاف  شیکاګو د شمال لویدیځ پوهنتون، د میشیګان پوهنتون، د کالیفورنیا پوهنتون، برکلي او شیکاګو ته نږدې نورو کالجونو کې مظاهرې پيل شوي دي.

 د بله پلوه د اسرائیلو لومړي وزیر په ټول امریکا کې په پوهنتونونو کې د اسرائیل پر خلاف د مظاهرو نه وحشیانه عمل په توګه یادونه کړې ده .

نتانیاهو وویل، "هغه څه چې د امریکا په کالجونو کې پیښیږي ویرونکي دي،" او د فلسطین پلوي مظاهره کوونکو نه  د "یهود ضد ډلې" په توګه یادونه وکړه .  د اسرائیلو لومړي وزیر ادعا وکړه چې مظاهره کوونکي  پر یهودي محصلینو بریدونه کوي. دوی په یهودي اکادمسینانو برید کوي. دا باید په کلکه وغندل شي. هغه وویل،د پوهنتون د ځینو استادانو غبرګون د شرم وړ دی.



اړوند خبرونه