مکرون : اروپا له پوځي پلوه کافي ځواک نه لري "زموږ اروپا د مرګ له ګواښ سره مخامخ ده، ممکن ومري."

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل، اروپا له پوځي پلوه کافي ځواک نه لري او د وسلو په سیالۍ کې وروسته ده، او زیاته کړه "زموږ اروپا د مرګ له ګواښ سره مخامخ ده، ممکن ومري."

2132439
مکرون : اروپا له پوځي پلوه کافي ځواک نه لري "زموږ اروپا د مرګ له ګواښ سره مخامخ ده، ممکن ومري."

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل، اروپا له پوځي پلوه کافي ځواک نه لري او د وسلو په سیالۍ کې وروسته ده، او زیاته کړه "زموږ اروپا د مرګ له ګواښ سره مخامخ ده، ممکن ومري."

ایمانویل مکرون د پلازمینې پاریس په سوربون پوهنتون کې د "اروپا" موضوع په اړه وینا وکړه.

مکرون په نړیوال نظام کې د ستراتیژیکو خطرونو او بدلونونو په اړه وویل، زموږ اروپا د مرګ له ګواښ سره مخامخ ده، ممکن ومري. مکرون  په اروپا کې یې د یووالي او قدرت د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې غوښتنه وکړه.

مکرون ټینګار وکړ چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې ناکامي د اروپا د امنیت لپاره یو "شرط" وو. هغه  د روسیې په وړاندې په مبارزه کې د یو "ریښتینې خپلواکه تګلارې" د پلي کولو غوښتنه وکړه.

مکرون د دې په څرګندولو سره چې اروپا په ټوله نړۍ کې د وسلو د سیالۍ او زیاتوالي په وړاندې وروسته پاتې ده. د پوځي پلوه کافي قوت نلري.  ، ماکرون وویل چې هغه به د خپلو اروپایی ملګرو سره د "د اعتماد وړ اروپا دفاع" په نوم مفکوره رامینځته کولو لپاره اقدام وکړي.

د فرانسې مشر دا هم وویل چې هغه غواړي د اروپا د لویې وچې "سایبر امنیت او سایبر دفاعي ظرفیت" لوړ کړي.

له بلې خوا، په سوربون پوهنتون کې د ایمانویل مکرون پر خلاف په  سلګونو تنو مظاهره وکړه.

پولیسو د مظاهره چیانو په وړاندې سخت امنیتي تدابیر نیولي وو چې شعارونه یې ورکول "ماکرون، چپ شه، سوربون ستاسو نه دی".

مظاهره کوونکو د فلسطین په بیرغونو او د "آزاد فلسطین" شعارونو سره د پولیسو لخوا محاصره سیمه کې لاریون وکړ او په غزه باندې د اسرائیلو د بریدونو په اړه یې هم احتجاج وکړ.


پيوندونه: #اروپا , #مکرون

اړوند خبرونه