چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

چین په بیجینګ کې د جرمني  سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

2132517
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

وروسته له هغه چې جرمني په هیواد کې  څلور تنه چین ته  د جاسوسۍ په تور ونیول ،  چین په بیجینګ کې د جرمني  سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

سفیر فلور په خپل ټولنیزې میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي  بیان کې ویلي دي  چې هغه د چین د بهرنیو چارو وزارت لخوا وروسته له هغه احضار شو چې څلور الماني اتباع  چین ته د  جاسوسۍ په تور ونیول شول.

فلور دا وضعیت خپلو مخاطبینو ته د خپل هیواد د چلند د رسولو لپاره یو ښه فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې دوی په آلمان کې د جاسوسۍ فعالیتونه نه زغمي.

فلور د دې په څرګندولو سره چې دوی د اساسي قانون له لارې خپله ډیموکراسي او اساسي قانون ساتي، یادونه وکړه چې تحقیقات دوام لري او خپلواکه محکمه به د تورونو په اړه پریکړه وکړي.

د ویلو ده چې په جرمني کې د اپریل په ۲۲ او -۲۳ مو نیټو په جلا جلا عملیاتو کې  کې، ۴ آلمانان د چین استخباراتو  ته د جاسوسۍ په تور ونیول.


پيوندونه: #جرمني , #چین

اړوند خبرونه