روسیه : امریکا د ټینګار سره هڅه کوي چې د مسکو د برید پړه پر داعش واچوي .

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، امریکا  په ټینګار سره هڅه کوي چې د مسکو کروکس سیټې  په تالار د تروریستي برید مسوولیت داعش په غاړه واچوي.

2121561

پیسکوف د ایزویسټیا ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې وویل: " پداسې حال کې چې موږ نشو کولی په یوه احتمال تمرکز وکړو ځکه چې تحقیقات لاهم دوام لري، خو د حیرانتیا خبره داده چې امریکا دا جرئت لري چې یو واحد امکان په اجنډا کې وساتي ."البته دا پدې معنی ده چې دوی غواړي یو بل احتمال له پامه غورځول شي."

پیسکوف وویل چې د دې لپاره چې پوه شو چې امریکا، اوکراین او نور هیوادونه د دې څرګندونو څه هدف لري، نو اړینه ده چې صبر وکړو او د روسیې د استخباراتي او تحقیقاتي ارګانونو د کار بشپړولو ته انتظار وباسو.

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف اعلان وکړ چې د کنسرت په تالار کې د برید تر شا امریکا، انګلستان او اوکراین لاس درلود.

د جمعې د ورځې په برید کې ۱۴۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اړوند خبرونه