د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر : اردوغان یو ستر سیاستوال او د نړۍ په کچه پیژندل شوی مشر دی

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا وویل، "ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ستر سیاستوال او سیاسي‌ اکټور دی.

2121543
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر : اردوغان یو ستر سیاستوال او د نړۍ په کچه پیژندل شوی مشر دی

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا وویل، "ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ستر سیاستوال او سیاسي‌ اکټور دی. هغه ته  نه یوازې زموږ په سیمه کې بلکې په ټوله نړۍ کې درناوی کیږي."

دیمیترو کولیبا د پولنډ په پلازمینه وارسا کې په یوه آنلاین غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

کولیبا د دې پوښتنې په ځواب کې  "که اوکراین او روسیه یو ځل بیا مذاکرات پيل کړي، ایا دا پروسه د ۲۰۲۲ کال  د مارچ  په څیر په استانبول کې ترسره کیدی شي؟ وویل،

"تر دې دمه یوازې تورکیه توانیدلې چې د روسیې او اوکراین د اړخونو خبرې تنظیم کړي. دا د جګړې په لومړي پړاو کې ترسره شوې."

کولیبا دې ته اشاره وکړه چې دوی هیڅ هغه هیواد نه ردوي چې غواړي د جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي چې ۲۰۲۲ کال له فبروري راهیسې روانه ده او وویل"ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ستر سیاستوال او سیاسي اکټور دی ، هغه ته نه یوازې زموږ په سیمه کې بلکې په ټوله نړۍ کې  درناوی کیږي.



اړوند خبرونه